+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

راځئ ځينې شیان له اوبره زده کړو:

article-521.jpg

راځئ ځينې شیان له اوبره زده کړو:

لیکواله:کاترین کلیفورډ

ژباړه: روکیان

 

په ۲۰۱۰ز کې جسټین بایبر ۱۶ کلن و! بیخي ځوان! په همدغه کال ځینې بدې پیښې هم وشولې: هایتي کې خطرناکه زلزله وشوله!!!

پنځه کاله وروسته، بایبر څخه بالغ هلک جوړ شوی و او اوبرکب هم وده کړې وه!

اوبرکب (UberCab) په سانفرانسیسکو کې خپل فعالیت پیل کړ! تر دې دمه په ۳۰۰ ښارونو او ۵۸ ملکونو کې فعالیت کوي! له یو ملیون څخه زیات مامورین لري! تخمیني پانګه اچونه په دې تشبث کې ۴۰ بلیون ډالره لري! ددې تشبث مالک ټرویس کالانیک (Travis Kalanick) نومیږي چې پنځه ځلې د بلیونرانو په ډلې کې راغلی دی! اوس مهال یې پانګه اچونه ۵٫۳ بلیون ډالرو ته رسیږي!

داسې نه ده چې دغه شرکت دې بې له کوم تکلیفه او ستونزو دغه مقام ته رسیدلی وي! ددې شرکت یو چلوونکی په هندوستان کې پخپلې سوارلۍ د زبرزنا په تور متهم شو! د کمپنۍ مشر د ستونزو په اړه یوې غونډې ته د وینا پرمهال د کمپنۍ له پیل څخه تر دې دمه په ټولو موضوعاتو خبرې وکړې چې مهم ټکي یې له تاسو سره دلته شریکوو:

  1. لوی، لوی شرکتونه له کوچنیو هغو پیلیږي:  بیخي حیرانوونکې به وي تاسو ته چې پوه شی چې اوبر فقط ۵ کاله دمخه یو داسې شرکت و چې یوازې او یوازې څلور غړي یې درلودل—هغه هم په سن فرانسیسکو کې! موږ باور وکړئ چې هیڅکله دومره لویه تمه نه درلودله چې موږ به دغومره غټ شو او دومره ستر کاروبار به ولرلی شو!په یاد ولرئ چې په هر کار کې ستونزې وي! او له ستونزو سره مقابله کول په کار دي!!!
  2. غوره سوداګري، تل ستونزې حلوي:

که تاسو هم غواړی چې د اوبرکب په څیر تشبث پیل کړئ، همدا نن یوه ستونزه ومومئ او د حل په موخه یې لاس په کار شئ! موږ به چې کله هم له ستونزو سره مخامخ شولو، مخ مو ترې نه اړوه او نه مو هم ترې لاره چپوله! حل مو ورته راویسته!

  1. خلکو ته ارزان او غوره بدیل وړاندې کړه:

نن سبا خلک ښه خدمات په ارزان قیمت او تیز سرعت سره غواړي! ځینې وخت خړو سوارلۍ په دې فکر شي چې که سړی د تیلو، پارکینګ او دې ته ورته شیان په نظر کې ونیسي، نو اوبرټکسي له موټر درلودلو څخه سړي ته ارزانه تمامیږي!

  1. خپلې ستونزې ومنئ: زه د اوبرټکسي د رییس په توګه خپلې غلطۍ منم او اعتراف کوم چې د نورو متشبثینو په څیر موږ هم غلطۍ لرو! هره غلطي باید جدي ونیول شي او حل ورته راوویستل شي! له ستونزو مخ اړول او تیښته ستاسو کاروبار ته د ګټې پرځای زیان اړوي!
  2. ستونزې مو مخه ډبوي خو باید ونه دریږئ:

هر ګام چې پورته کوی له ستونزو سره به مخامخیږی هغه هم کله چې سړی نوی کوم کاروبار پیلوي! بله خبره دا چې هغه کمپنۍ چې ستاسو سره په عین کاروبار کې رقابت کوي او وار له مخه په بازار کې تشریف لري هم هڅه کوي چې مخه مو ونیسي! خو تاسو باید هر پړاو وارزوئ، ستونزې په نښه کړئ او ورته حل لار راوباسئ!