+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

۱۵۰۰ کروړه خالصه ګټه!

article-504.jpg

د ششنک پرنجیپ پرنجیپ کمیکل خپل فعالیت د ۹

مامورینو په درلودلو پیل کړ! خو شپږ میاشتې وروسته د خپل ملګري د دهوکې ښکار شو.

په ۱۹۸۷ز پرنجیپ تا چا کوم څوک وښوده چې یوه ټوټه خالي ځمکه یې درلودله او کومه ګټه یې نه ترې اخیستله. پرنجیپ پریکړه وکړه چې په دغې ځمکې به یو څو پوړیزه ودانۍ جوړوي هماغه و چې د ځمکې مالک سره داسې یوې پایلې ته ورسیده چې هغه ته به یو لک هندي کلدارې په پیل کې ورکوي او کله چې ودان ۍ بشپړه شوله، نو په ودانۍ کې به ورته دوه فلټونه ورکوي. 

 

د پرنجیپ د پانګې اچونې نظریه ډیره ساده وه! څومره یې چې ګټلې، بیرته یې پانګولې. په 2013ز کال کې دده ټوله خالص عاید ۱٫۵۰۰ کروړه و چې خالصه ګټه یې ۲۲۵ کروړه کیدله! ۲۰۱۵ ز لپاره دده هدف ۲۰۰۰ کروړه دی!

نیتین شاه: 

 

لومړنۍ پانګه اچونه: ۵۰۰ هندي کلدارې

تاسو به یې ونه منی چې نیتین شاه په ۱۹۴۸ز کې ۲۰ هندي کلدارې نه درلودلې. په همدې کال یې له ملګرو ۵۰۰ کلدارې پور کړلې او د یوه ملګري په ګراج کې یې کار پیل کړ! په همدې روپیو یې په میکنیکل انجینرۍ کې ډیپلومه هم وکړله! دده د کاروبار د وسعت لپاره دده پلار تر ټولو ښه وسیله شو! پلار یې له یوه ملګري سره مخامخ کړ چې په دولت کې سلاکار و! هغه ورته په اتومي انرژۍ ډیپارټمنټ کې د اور وژنې د سیستم د ترمیم خبره وکړله!

کار دومره سخت او جدي نه و! ده ورته خپله عریضه ورکړله او کار یې پیل کړ! په ۶/۷ میاشتو کې یې دومره پیسې وموندلې چې ۱٫۲۰۰ مربع متره ځمکه واخیستلی شي—۲۰لکه هندي کلدارې!

بس همدلته یې پخپلې کمپنۍ د نیتین د اور ژغورنې اداره نوم کیښود.

دم ګړی پلان لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې یې کمپنۍ د ۱ بلیون ډالرو عاید ترلاسه کړي!