+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

هغه کسان چې باید له ژونده وویستل شي!

article-503.png

اته ډلې کسان چې باید سمدستي ستاسو له ژوند څخه وویستل شي!

ژ: روکیان

متشبثین باید هڅه وکړي چې شاوخوا داسې کسان راټول کړي چې ددوی د پام د بدلولو سبب نشي؛ د زهري کسانو یوه ستونزه دا ده چې د متشبث ذهنیت وربدلوي او هغه مومنټم یې چې پیل کړیدی اغیزمنوي!

کیدای شي دا ډول ځینې زهري کسان به تاسو پیژنی او یا به هم درسره کار کوي! څومره مو چې زر وس کیږي، له دندې یې ګوښه کړئ او مخه یې ور ډب کړئ!

تر دې دمه به مو زړه تنګ شوی وي چې زه د چا په اړه درته خبره کوم:

الف: هغه چې زر قضاوت کوي:

دغه ډله کسان مو وخت ضایع کوي هغه داسې چې دوی ستاسو د کارونو په اړه قضاوت کوي! بیا چې څومره هم ورته نصیحتونه کوې او یا یې په خبره پوه کوې نه قانع کیږي! ځکه دوی خپل قضاوت مخکې له دې چې ورته مالومات وشي، کړی وي!

هڅه وکړئ چې له دې ډول کسانو څخه مه کوم غبرګون (feedback) غواړی او مه هم ورڅخه کوم نظر!

دویمه ډله: بخیلان:

متشبث د خپل کاروبار د سفر پرمهال له لوړو ژورو سره مخامخیږي! غوره به وي چې د ژورو پرمهال ورسره داسې کسان وي چې زړور یې کړي، په شا یې وټپوي! د لوړو پرمهال باید داسې کسان وي چې "تبریکي" درکړي! "مبارکباد" درته ووایي!

بخیلان ستاسو په بریاوو هیڅکله نه خوښیږي او نه مو هم تشویقوي—ځکه دوی له دننه خوا څخه سوځي!

عقل تمام:

دا ډله هغه کسان دي چې هیڅکله غوږ نه نیسي! دوی فکر کوي چې دوی صحیح دي! له نورو دوی غوره پوهیږي!! ددوی په فکر دوی له نورو کارونه ښه او غوره ترسره کولای شي!که دغه ډول کسان مو په ډله کې وي، په یاد ولرئ چې په غوا حلالولو کې مو یو بل قصاب هم ور اضافه شویدی!

مغرور:

یو غرور دی او بل په ځان باوردرلودل! دغه دوه شیان باید هیڅکله پخپلو کې سره مه ګډوئ! دواړه بیلابیل او ځانګړي مفاهیم دي!

په ځان باور درلودونکي کسان نور تر خپل اغیز لاندې راولي او مغرور نور له ځانه شړي!

مغرور په دې فکر وي چې دوی تل له نورو اوچت دي! دا ډول چلند نه په شخصي ژوندانه کې سړی لوړو پوړیو ته رسوي او نه یې هم په مسلکي هغه کې!

قربانیان:

دغه طبقه بس تل خپله پړه په نورو اچوي! دوی هیڅکله مسؤلیت نه مني! دغه ډله هم له ځان سره مه ساتئ!

منفي بافه:

هغه چې تل منفي وي، هغوی مو هغو حشرو په څیر چې وینه زبیښي، زبیښي!

دوی ټول مثبت کارونه منفي ګوري! دوی مو هر نظر ننګوي! څومره چې هم غوره نظر ولری، دوی یې درته ننګوي!

درواغجن:

دغه طبقه یې له ټولو خطرناکه ده! سړی یې په ریښتیا خبره هم باور نشي کولای!

تر حد زیات درواغ د بې باورۍ سبب ګرځي چې په کُلي ډول کاري چاپیریال ګنده کوي!

چغل:

څوک چغلي کوي؟ هغه چې ځان مصؤن نه احساسوي! دوی هیڅکله حقایق له اوازو څخه نشي بیلولی!

ما خو وعده کړې چې دغه ډول کسان به له خپل کاروباره وباسم، تاسو څه فکر کوی او څه ورسره کوی؟!!!