+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

آیا اجراییه رییس په هرڅه پوهیږي؟

article-466.jpg

لیکوال: ایمان جلالي

ژباړه: روکیان

د کمپنیو او کارخانو د اجراییوي رییسانو په اړه ویل کیږي چې دوی سره د هر ډول پوښتنې ځواب شته او دوی دغه مقام ته د خپلو بې سارو پریکړو له کبله ریسدلي دي. ځينې نور بس د یوه معمولي کار په پیلولو سره چې یوازې نظریه یې خپله وي او پیسې هم د بل چا، ځمکې ته نه ګوري او غواړي ځانونه په خلکو د مشر په توګه ومني.

بنسټ ایښودونکي او اجرایيوي رییسان ځینې مشترکې ځانګړتیاوې لري لکه:

الف: په سختو حالاتو کې باید په وضعیت کنټرول ولري.

ب: لرلید لري؛ او خوشبینه وي. د خپل کاروبار سره ټینګه مینه لري.

ج: دوی خورا خلاق وي او نوښتونه پنځوي. دوی تیږه آسمان ته غورځوي او لاندې ترې سر نیسي—خطر مني!

ولې ځینې مشران ښه نوم نشي موندلی؟

ځواب یې آسانه او هغه هم دا چې دوی له ناکامۍ ډاریږي.

خبره هغه وخت لاپسې ځوریدونکي ګرځي کله چې یو نوی اجرایوي رییس غواړي خپله خبره د کمپنۍ په ټولو مامورینو ومني. ځینې نور اجراییوي رییسان خو بیخي غواړي "خانه تکاني" وکړي!

دغه ډول مشران د خپل ډول کمزوري هغه دي.

غوره مشران مخلص، انعطاف پذیر، د ښې مفاهمې درلودونکي، اعتماد جوړوونکي، غوره چلند خاوندان، ښه غوږ نیوونکي او د اغیز درلودونکي وي.

په یاد ولرئ چې غوره اجراییوي رییس، لازمي نه ده چې غوره رهبر دې وي!

غوره رهبر تل په دې باور وي چې له ده سره د هر څه ځواب نه وي او که وي هم نو هغه به دی د ټيم له نورو غړو څخه ترلاسه کوي!

 

دوی د خپل ټیم غړو ته غوږ نیسي، په هغوی باور کوي، او هڅه کوي چې ځواکمن یې کړي! دوی تل هڅه کوي چې د بریا د ترلاسه کولو لپاره په مخ کې پراته ټول خنډونه له منځه یوسي!