+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

دوهمه برخه: لسم درس

article-462.jpg

لسم درس: د مامورینو د ناکامولو هڅه وکړه

 

ښه مدیریت د ادارې او صرف نظر ترمنځ د موازنې ساتلو ته ویل کیږي. کله دې چې خپل مادون ولیده چې غلطي یې وکړه نو سمدستي مداخله مه کوه: یو څه حوصله وکړه ترڅو له غلطۍ څخه د وتلو لار ومومي. که ته په هر څه کې مداخله کوې نو فکر نه کوو چې مامورین دې کوم څه زده کړای شي. خو یو شي ته چې باید پام دې وي هغه د اشتباه کچې ته کتل دي. که د اشتباه کچه اوچته وي نو سمدستي باید مداخله وکړې لکه: ستا مامور ستاسو عمومي رییس ته داسې یو راپور وړاندې کوي چې ستونزې لري، دا مهال باید مامور پرینږدې چې راپور ولیږي. خو که د اشتباه وزن ووړ او د خطر کچه یې ټيټه وه، نو په دې صورت کې یې پریږده چې پخپلې اشتباه کې مخکې لاړ شي، ته یې ګوره او څاره یې! وروسته یې بیا ورته متوجه کړه که په نیمه لار کې پوه نشو.