+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

اووم درس: مامورینو ته دې هغه څه ورکړه چې اړتیا یې لري:

article-458.jpg

اووم درس: مامورینو ته دې هغه څه ورکړه چې اړتیا یې لري:

کلاسیک مشران خپلو مامورینو ته د یوې متاع په مقابل کې د تبادلې په سترګه ګوري: مطلب دا چې پیسې ددوی او کار د هغوی! خو عصري مشران خپلو مامورینو ته هغه څه ورکوي چې هغوی یې غواړي او یا هم ورته اړتیا لري! تل د مادیاتو خبره مطرح نه ده! معنویات هم مهم رول لري.

مامورین تل په پیسو پسې منډې نه وهي:دوی مینه، مانا، وده او کریډیټ غواړي!

مینه: کله چې وایو مینه، ددې مطلب هیڅکله "آی لو یو ویل نه دي!" له مینې څخه مطلب د خپلو مامورینو په اړه فکر کول، د هغوی په اړه نګرانۍ ته ویل کیږي.

وده:هیڅوک نه غواړي چې په کوم ځای کې چې دی همالته لکه میخ په تیږه ولاړ پاتې شي. داسې کاري چاپیریال رامنځ ته کړه چې خلک د پرمختګ، ودې او تقویت احساس وکړای شي.

 

مانا: ددې لپاره چې مامورین داخلي وهڅوې او انرژي یې ورزیاته کړې او په ورته وخت کې یې د کار په لوري وهڅوې، غوره به وي چې د هغوی خپل کار ور ازښتمن کړې؛ په خپله رشته کې ورته د صلاحیت کچه ور لوړه کړې،  کاري ساحه یې ورغني کړې.

کریډيټ: که مامورین شپه او ورځ کار وکړي خو په دې پوه نه وي چې کار یې پایله لري او کنه، داخلي هڅونه به یې له منځه تللې وي او د کار او ادارې په لوري کشش او جذب به یې کمزوری وي! مامورین مو په دې پوه کړئ چې هر کار چې دوی یې ترسره کوي، پایله لري او له عمومي هدف سره یې کارونه مرسته کوي.