+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

پنځه درواغ چې متشبثین باید پرې باور ونکړي:

article-454.jpg

کیمانزي کانسټبل، بلاګر، لیکوال  

ژباړه: روکیان

 

متشبثین د خپلو کارونو د ځلولو لپاره له بیلابیلو پړاوونو، احساساتو او ویرو څخه تیریږي. کله،کله خو له داسې شیانو سره هم ډغرې وهي چې په حد کې یې نه وي خو هیڅکله ددې تلاش نه کوي چې خپلې ویرې، شکونه او یا هم غلط مالومات کنترول کړي.

غوره به وي چې متشبثین په لاندو شیانو باور ونه لري:

  1. زما کاروبارزما د رقیب په کچه ښه نه دی:

زموږ د خلکو یوه ستونزه دا ده چې خپل ځان ته نه ګوري او د نورو په کارونو پسې لګیدلې وي. دا هم نه ردوم چې د کاروباري رقیب په په کړنو دې څار و نه لری خو دومره نه چې خپل کاروبار درڅخه خراب شي. که د بې ځایه څار په ځای خپله توجه خپل مشتري ته وکړې غوره به وي. که د بې ځایه څار وخت په خپل مشتري ولګوې، ددې سبب به شي چې د مشتري ښه قناعت حاصل کړې او د ځان په لوري یې کش کړې!

سټیو جابز او اپل کمپنۍ ځکه مخکښ دي چې هغوی دا نه ویل چې موږ غواړو له خپل کاروباري رقیب څخه ښه واوسو بلکې غواړو چې متفاوت واوسو.

  1. د مشهورو خلکو مشورو ته باید غوږ شو:

ددې اړتیانشته چې یو څوک دې لاس تر زنې کیني چې یاره مشوره مې په کار دی. نن سبا خو موږ د انټرنیټ په زمانه کې ژوند کوو او په دې زمانه کې د مالوماتو هیڅ کمبود نشته. هر چیرې چې ګوګل کړئ، تاسو له زرګونو داسې پنډتانو سره مخامخیږئ چې ستاسو د هرې پوښتنې لپاره د اړتیا وړ مالومات ډیر په لنډ وخت کې وړاندې کوي.

باید هڅه وکړئ چې په هغو مالوماتو او مشورو پسې وګرځئ چې هغه ګټه در رسوي او په حقایقو ولاړې وي. په خالي او داسې مشورو چې تر دې دمه آزمایل شوې نه وي، سر مه ګروئ.

  1. په دفتر کې یو با نفوذه شخصیت شتون ولري:

ځینې خلک په دې باور دي چې د کارونو د بریا لپاره اړینه ده چې په دفتر کې دې داسې یو کس په راس کې وي چې هغه بانفوذه وي. زموږ مشوره دا ده چې دغه کسان هیڅکله بې له پیسو کار نه کوي. که هره منډه وهي او هر ګام اخلي دوی یې په پیسو پسې اخلي.

دوی یو میل لرې د پیسو بوی حسوي او بیا پسې منډه. دوی نن له تاسو سره، سبا له بل چا سره دي.

غوره به وي چې له دغو کسانو لیرې واوسي. دوی ته که ته ډیرې پیسې ورکړې، ستا دي او که بل یې ورکړي، د هغه بل دي!

  1. زده کول مهم دي:

زه هم په دې باور یم چې سړی باید زده کړې وکړي. ځکه ټول ژوند تجربه، تجربه ده خو په یاد ولرئ که یوازې زده کول کوی او تطبیقات ونلری نو زده کول مو کومه ګټه نه لري. غوره به وي چې زده کړو ته عملي اړخ ورکړئ.

  1. ناکامي هیڅکله ستاسو انتخاب نه دی!

داسې څوک شته چې ووایي چې ناکامي یې خوښیږي؟ هر سړی بریا غواړي؛ له ناکامۍ کرکه لري خو تاسو پوهیږئ چې ناکامي زما او ستا انتخاب نه دی. که موږ ناکامیږو هم خو چې له ناکامۍ زر ځان راوویستلی شو. داسې هم نه ده چې ناکامي ژوند او یا هم کاروبار ته فول سټاپ ږدي.

که توماس ایډیسن په همدې باور وای، نو نن به مو برښنا نه درلودله.