+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د ۲۰۱۵م غوره مامور شئ!

article-453.jpg

د ۲۰۱۵م غوره مامور شئ!

سمنتا کول او زینیپ ایلګز

ژ: روکیان

هر سړی نوی کال په نوو هیلو، امیدونو پیلوي. هر سړی کوښښ کوي چې په نوي کال کې د خپل ځان او یا هم د خپلې ادارې نوې کاپۍ او نمونه وړاندې کړي.

موږ ته د کال په پای کې د خپلو کارونو په اړه امتیازات او یا هم جزاوې را کول کیږي: ترفیع کوو، تنزیل مومو؛ معاش مو لوړیږي او یا هم کسر معاش!

راځئ چې په لاندو لارو چارو عمل وکړو او د کال غوره مامور شو:

  1. د "کړنو" غوره لیست ترتیب کړئ:

لومړی کار دا چې تل هڅه وکړه چې د "کړنو" غوره لیست ولرې. یو ځلې دې چې پیل وکړ، بیا کولای شی چې پخپله په کې نوښتونه وکړې او د لا غوره کولو لپاره یې نوې لارې چارې ومومې. ځان د "کړنو" په لیست ترتیبولو معتاد کړه او هره ورځ دې خپل سهار د "کړنو" د لیست په ترتیبولو پیلوه.

  1. چټي ځان بوخت مه ښه یاست:

ځینې کسان خوشې ځانونه بوخت ښیې په داسې حال کې چې هیڅ بوخت نه وي او یا هم په داسې یو څه بوخت وي چې هیڅ ګټه ورته نه رسوي. که ۲۰۱۴ز مو په ورته یوه لیبل تیر کړی وي، هڅه وکړئ چې ۲۰۱۵ مو له دې ډول بهانو خالي وي.

  1. د خوب وخت دې بدل کړه:

دا د یوه غوره مامور ځانګړنه نه ده چې دفتر ته په پټو سترګو، او یا هم نیم ویده را روان وي. غوره به وي چې هر سهار داسې له خوبه را ویښ شې لکه د اختر ورځ چې هره ورځ تازه او کار ته په بشپړ ډول آماده وې.

  1. د ځنډولو عادتونه دې بدل کړه:

ډیر وخت چې ضایع کوي، "ځنډول" یې ضایع کوي. د ورځې پیل لازمي دی. غوره به وي چې یو کوچنی کار وکړې خو پیل وکړه. مهم نه دی چې ورځ دې په ډیر لوی کار پیل کړې. په واړه کار یې پیل کړه خو پیل یې کړه.

  1. غرمنۍ حتماً خورئ:

د غرمنۍ په اخیستلو سره تاسو تازه کیږئ او داسې فکر کوی چې ورځ مو لکه له سره نوې پیل کړې وي. غوره به وي چې د غرمنۍ وخت داسې تنظیم شي چې هم په کې خوارک، تازه هوا، له دفتري ملګرو سره یو څو قدمه اخیستل او عبادت ټول ترسره شي.

  1. په خورا احتیاط سره عکس العملونه ورکوئ او اخلئ:

سړی باید د هرې ورځې، اونۍ، میاشتې او کال په پای کې خپل کارونه وارزوي چې څه یې کړي، څنګه یې کړي او څومره یې ترسره کړیدي. له ناکامیو څخه د راتلونکو زده کړو په توګه ګټه پورته کړئ. انتقادونه په فرصتونو بدل کړئ.

  1. د "کامل والي" فکر مه کوئ:

انسان کمزوری پیدا شویدی. هیڅوک پوره او بشپړ نه دی. هر څوک یو څه کمزورتیاوې او خامیانې لري. هڅه کوه چې په ښه ډول او په اوچت کیفیت سره کارونه ترسره کړې. خو بیا هم که کوم څه خرابیدل یا په هغه ډول چې تاسو غوښته ترسره نه شو، بیا یې وکړئ. کیدای شي بل ځل ته ښه ترسره شي. هیڅکله مایوسیږئ مه.

  1. ښه او منظم پلان ولره:

کارونه بې له پلانه مخکې نه ځي اوکه لاړ هم شي نو پایله به یې هغسې نه وي څنګه چې تاسو یې غواړی. یوازې پلان جوړول هم مهم نه دي. ځانونه په پلانونو پسې سریخ کړئ. پلان دې وړوکی وي خو چې عملي شې.

د هر کال په پیل کې د ځان لپاره موخې تعین کړئ. او بیا د ټول کال په جریان کې هڅه وکړئ چې نوموړې پایلې لاس ته راوړئ. موخې یوازې په سر کې مه ساتئ. په عملي ډول سره یې به سپین چارټ او یا هم کتابچه کې ولیکئ ترڅو عملي بڼه خپله کړي. موخې داسې تعین کړئ چې د ننګونو برسیره بیا هم ددې وړ وي چې ترلاسه شي.

  1. د مامورینو فردي موخې د کمپنۍ په لویو موخو پسې وتړئ:

 

مامورین عموماً کار کوي خو په دې نه پوهیږي چې ددوی دغه کومه پایله لري او کنه. کمپنۍ په دې کې پاتې راځي چې څنګه فردي موخې د ادارې په لویو موخو پسې مرتبطې کړي. په دې ډول سره به نه یوازې دا چې مامورین ښه تشویق شي بلکې د خپل کار په ارزښت به پوه شي.