+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

دویمه برخه: لومړی درس

Rokyan Management Consultancy International FZE

دویمه برخه: خپل ټيم مدیریت کړه:

لومړی درس: اغیزمن مشر شه:

رهبران باید لرلید، انرژي، صلاحیت او طبیعي ستراتیژیکې وړتیاوې ولري. خو ډاډه اوسه چې ددې ښیګڼو درلودلو برسیره ځينې نورې ځانګړتیاوې هم شتون لري چې کولای شي د ټيم غړي درته ژمن شي لکه:

انسانیت: د لیاقت، لرلید، هدف درلودلو ترڅنګ یو رهبر باید ښه انسان وي! که یو څوک دغه ښیګڼه ونلري، نشي کولای چې خپل پیروان پخپل ځان راټول وساتلی شي!

د خلکو اذهان لوستل: د یو رهبر لپاره مهمه ده چې د هغه څه د لوستلو وړتیا ولري چې د بدن دژبې، محیطي وضعیت لخوا مفاهمه کیدونکي پیغامونه ولوستلی شي.

خپل ځان پورته نه ګڼل: یو مشر باید خپل ځان له خپل کاري ټیم څخه پورته ونه ګڼي!

بې ساري والی: یو مشر باید د ټیم د نورو غړو په څیر نه وي!  دی باید هغه څه ولوستلی شي چې د ټیم ذهن ورته نه رسیږي! که ټيم د کاغذ مخ لولي، مشر باید د کاغذ شا لوستلې وي.