+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

اوویشتم درس: د سبا لپاره مخکښ مشر شه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

اوویشتم درس: د سبا لپاره مخکښ مشر شه:

آیا په دې پوهیږې چې د سبا لپاره یو اغیزمن مشر باید کومې ځانګړتیاوې ولري؟ او سړی باید څه وکوي چې دغه ځانګړتیاوې خپلې کړای شي؟

د بدلون مدیریت: اداري جوړښتونه د پرون په پرتله خورا بدل شویدي؛ ټکنالوژي خو دومره په سرعت بدلیږي چې یو څوک یې تصور هم نشي کولای؛ د سبا مشر هم باید د بدلون په مدیریت باور ولري او ځان ورسره عیار کړي.

له نوي چاپیریال سره بلدتیا: که د سبا مشر غواړې چې د سبا په بازار کې ژوند وکړای شي، نو باید او باید له کاري چاپیریال، د بازار له نزاکتونو، د ټکنالوژۍ له بدلون سره بلد وي ګنې پرمخ تلل یې ناممکنیږي.

د هڅونې او اغیزمنتیا وړتیا درلودل: په داسې یو چاپیریال کې چې هر څه د پرون په نسبت خورا بدل شویدي، کار ته د خلکو هڅول، د مشترکو موخو په لوري د هغوی ځغلول مفاهمې، د اغیزمنتیا ځواک او د تشویق پیاوړتیا ته اړتیا لري.

د انعطاف پذیرۍ مدیریت: انعطاف پذیري مو ویلې نه معامله! نن سبا زشت، خشن او ویروونکي مدیران څوک نه خوښوي؛ خلک بدل شویدي. نړۍ انعطاف پذیره مشران غواړي خو مشران باید دومره انعطاف پذیره نشي چې کیفیت د انعطاف پذیرۍ قرباني شي.