+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

شپږویشتم درس: د ودې سره تړلي تشویشونه سمبال کړه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

شپږویشتم درس: د ودې سره تړلي تشویشونه سمبال کړه:

کله دې چې وده وکړه نو هڅه وکړه چې ځان درڅخه ورک نشي. د هرې مبارکۍ سره چې خلک یې درته وایي هیلې هم تړلې وي. لاندې درې قلمه درسره مرسته کولای شي څو خپل ټول هغه تشویشونه کنټرول کړې چې د ترفیع پرمهال ورسره مخامخیږې:

الف: ملاتړی ټیم جوړ کړه: د نوې وظیفې په پیل کې ته حتماً ملاتړ، لارښوونې، لاسنیونې او تجربې ته اړتیا لرې نو له همدې کبله باید داسې څوک ولرې چې په دې موده کې درسره مرسته وکړي او خپلو غلطیو ته دې متوجه کړي.

ب:  کاري پلان جوړ کړه: په لومړیو میاشتو کې هم د ادارې او هم د ټیم  هیلې درڅخه ډیرې وي. هغوی په لومړیو ۹۰ ورځو کې درڅخه پایلې غواړي. له همدې کبله په حقیقتونو او واقعیتونو ولاړ یو کاري پلان طرحه کړه.

داسې پلان جوړ کړه چې په پلي کولو سره یې پایلې مرتبې شي.

 

ج:پخپلو محدودیتونو ځان پوه کړه: نوې دنده یعنې نوې مسؤلیتونه! په دې باید ځان پوه کړې چې څه شی ستا په کنټرول کې دي او څه نه! خپل حدود باید وپیژنې ګنې له سرخوږیو سره به مخامخ شې.