+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

پنځه ویشتم درس: د معاش لوړولو لپاره پلان جوړ کړه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

پنځه ویشتم درس: د معاش لوړولو لپاره پلان جوړ کړه:

هر سړی غواړي چې هم ترفیع وکړي او هم یې تنخواه زیاته شي خو زیاتره یې په چل نه پوهیږي او په غلط وخت کې یې غواړي.

لاندې درې ګامه به درسره مرسته وکړي چې څه وخت د خپل معاش د لوړاوي لپاره غږ پورته کړې:

الف: په مناسب وخت کې یې غوښتنه وکړه: په داسې وخت کې له رییس سره د معاش د لوړاوي موضوع مطرح کړه چې هغه په نورو اجنډاوو کې بوخت نه وي. دا هم په یاد ولره چې د معاش د لوړاوي موضوع باید په داسې وخت کې مطرح کړې چې په خپل ټیم کې دې نوي ابتکارات کړي وي او یو څه مطرح شوی وې: بریالی پروپوزل دې لیکلی وي، پروژه دې بریالی پای ته رسولي او یا دې هم فنډ ترلاسه کړی وي.

ب: پلان جوړ کړه: له ګونګ رقم سره خپل مشر ته مه وړاندې کیږې لکه: څومره دې چې خوښه وي هومره یې لوړ کړه. بلکې نوموړی باید په دې پوه کړې چې ته پخپل معاش کې څومره لوړاوی غواړې: لس فیصده، پنځلس او که شل...

د فیصدۍ له مطرح کولو سره خپل دلایل او خپله ملاتړه کیسه هم وړاندې کړه چې ولې دومره لوړه فیصدي معاش غواړې او په دومره معاش بیا څه کوې...

 

ج: مثبت اوسه: خپل رییس ته په اخطاریه ژبه مه وایه چې تر څه وخته دې باید معاش لوړ کړي: ضرب الاجل مه ورکوه؛ په عمومي ناستو کې د خپل معاش خبره مه مطرح کوه ځکه کیدای شي د خپل رییس په زړه کې ځای له لاسه ورکړې.