+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

دوویشتم درس: خپلې وړتیاوې دې په نښه کړه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

دوویشتم درس: خپلې وړتیاوې دې په نښه کړه:

په موږ کې داسې څوک به نه وي چې هغه دې کوم ځانګړی مهارت ونلري. دا چې انسانان په څیرو کې له یو بل څخه متفاوت دي؛ په خویونو او چلندونو کې هم له یو بل څخه متفاوت دي. ددې لپاره چې خپله وړتیا در مالومه شي نو له لاندې نسخې کار واخله:

 

 

پخپلو عکس العملونو ځان پوه کړه:

ځینې داسې وړتیاوې او مهارتونه په تاسو کې شته چې تاسو يې په اړه هیڅکله فکر هم نه دی کړی او حتٰی احساس مو هم نه دی کړی چې دا دی هم ستاسو وړتیا وي. ددې لپاره چې پرې پوه شې، هغه وضعیت او یا هم حالت درک کړه چې ته په کې ځان خورا خوښ، بریالی احساسوې.

 

 

توصیف ته په کمه سترګه مه ګوره: ددې لپاره چې پخپلو ځانګړو مهارتونو په دقیق ډول پوه شې، غوږ شه چې ملګري، همکاران، او کډه دې په څه شي کې ستایي. له دوی څخه د آینې په څير ګټه پورته کړه.