+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د شخړو حل د حیواناتو له نړۍ:

Rokyan Management Consultancy International FZE

ژ: روکیان

دا ځل مو د شخړو حل ته د مرغانو، کبانو او ددې نړۍ د نورو مخلوقاتو له دیده لیدلي دي. دا موضوع مو په دې خاطر هم مطرح کړله چې موږ په فعلي وضعیت کې له ستونزو جوړونکو کسانو سره مخامخ شوي چې د ټول وضعیت د رکود، سستۍ، او د ناکامۍ سبب شویدي. پیل به یې له نهنګه وکړو ځکه نوموړی د زور په ژبه غږیږي:

شارک (د ستونزو د حل لپاره زور د حل لاره بولي!):

 که  د نهنګ له چا سره په کوم شي ستونزه شوله نو په زور یې حلوي؛ په مقابل اړخ تر خپلې وسې زور او فشار راوړي څو د نهنګ سره حل ومني. اړیکو ته په هیڅ ډول اهمیت قایل نه دی. دوی چې هر قسم کیږي، بس خپلې موخې ترلاسه کوي هغه که د زور د هرې لارې څخه ممکن وي. د نورو اړتیاوې ورته هیڅ ډول مهمې نه دي. ورته مهمه نه ده چې خلک یې خوښوي او که ردوي. نهنګان په دې باور دي چې په یوه سړي نړۍ آباده هم ده او ورانه هم...بریا یې د خوښۍ سبب کیږي خو د بایلاټ په صورت کې ځان ورته مات ښکاري او ماته په کُل کې د خپل ځان توهین بولي. 

 

شمشتی (له ستونزو پښې وباسي):

کله چې شمشتی له ستونزو سره مخامخ شي نو سر پخپلې کاسې کې ننباسي او مقابل اړخ ته نور وایې چې خپل کار کوه—زه په کې نه یم! دوی په دې باور دي چې د ستونزو حلول کوم ممکن کار نه دی؛ دوی خرپ ته په ترپ ترجیح ورکوي. 

 

یږه (همکاري کوي):

یږې ته اړیکې په هرصورت مهمې دي. خپلو اړیکو ته په خپلو مهمو ارزښت ورکوي. یږه خوښوي چې نور ورسره مینه وکړي او د خلکو ترمنځ په ښه نوم یاده شي؛ دوی په دې باور دي چې په هرصورت چې ممکن وي اړیکې باید وپالل شي او له ستونزو تیښته وشي. ددوی په باور کې ستونزې ادامه پیدا کړي، حتماً یو اړخ تاواني کیږي او دغه زیان د اړیکو په زیان تمامیدای شي. نو له همدې کبله، یږه تل تیاره وي چې خپل حق د اړیکو قرباني کړي. 

 

ګیدړه (معامله د ستونزو حل بولي)!

ګیدړه اړیکې هم غواړي او حق هم! نه خپل حق پریږدي او نه هم خپلې اړیکې خرابوي. له همدې کبله، په پنځوس، پنځوس معامله خلاصوي... 

 

کونګ-بوم (ستونزو ته حل لټوي)

دوی ته د ګیدړې په څير اړیکې هم مهمې دي او حق هم نه پریږدي. توپیر دا دی چې ګیدړه په ۵۰، ۵۰ معامله کوي خو بوم هیڅ ډول معاملې ته تیار نه وي.

 

د نهنګ په څیر دواړه پښې هم په یوې موزې کې نه منډي. د ستونزو د حل لپاره معقوله لار لټوي. ستونزو ته د مباحثې، خبرو او مفاهمې له لارې واردیږي. په بحث کې مقابل اړخ قانع کوي او دې ته یې ذهناً تیاروي چې حل ورسره ومني.

تر هغې نه ارامیږي ترڅو یې چې ستونزې ته حل نه وي موندلی!

 

که موضوع مو تر پایه لوستلې وي، په دې به پوه شوي یاستی چې څوک د نهنګ، یږې،  ګیدړې، شمشتي او کونګ په رول کې له تاسو سره د ستونزو د حل په موخه غږیږي.