+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

شلم درس: چلند ته دې تغیر ورکړه

Rokyan Management Consultancy International FZE

شلم درس: چلند ته دې تغیر ورکړه:

ژ. ایلم،کابل

رهبر جوړیدنه اسانه کار نه دی: وخت اخلي، تمرین ته اړتیا لري او کله، کله خو په یوه ډیر ستړوونکي کار بدله شي. لاندې خنډونه دې که له خپلې لارې لیرې کړل نو باوري یم چې پخپل ځان کې به دې ستر بدلون راوستلی وي:

الفاقدام وکړه: که ته په دې باور وې چې بدلون نشې کولای، نو نه یې شې کولای! د بدلون په لوري پخپلو وړتیاوو باور وکړه او ګام پورته کړه!

ب: باحوصله اوسه: د مثبتې فکر کوونې اغیز له منفي هغې په مقاومت، باور جوړونې او چاپیریال جوړونې کې سل فیصده ډیر دی.

نو چې داسې ده، مثبت فکر وکړه او د ستونزو په مقابل کې مقاوم واوسه!

ج: له ستونزو سره غاړه غړی شه: ریښتونی بدلون پوره وخت ته اړتیا لري؛ په اسانه نه راځي! نو د بدلون راوستلو لپاره پوره او بشپړ تیار اوسه! له هغې بلا چې نه کیږي نو حل یې دادی چې ورسره غاړه غړی شې!

د: خپل چاپیریال له مزاحمتونو پاک کړه: په ډیر مهم کار به بوخت وې خو ځینې واړه شیان به دې خپلې خوا ته کش کړي او دومره به دې بوخت کړي چې هغه اصلي کار به در څخه پاتې شي. ددې لپاره چې اصلي کارته وفادار پاتې شې، چاپیریال دې له هغو مزاحمتونو چې وار په وار کولای شي توجه دې جلب کړي پاک کړه.

ح: ادامه ورکړه: تر هغې چې خپل اصلي هدف ته نه وې رسیدلی، بریا مه اعلانوه. بریا باید هغه وخت اعلان کړې چې نور په دې پوه وې چې خپلې موخې ته رسیدلی یې او خپل هدف دې ترلاسه کړی! په ستړیا غالب شه او ادامه ورکړه. ځينې وختونه کار پاتې وي خو ستړیا غلبه کړې وي. که وقفه دې وکړه نو په دې پوه شه چې ځان ته دې پخپله ستونزې جوړې کړه او هدف ته د رسیدلو لار دې پخپله ډب کړه.