+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

اتلسم درس: یو څه تفریح وکړه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

اتلسم درس: یو څه تفریح وکړه:

ژ. ایلم

کار، کار او بیا هم کار دا د نن ورځې شعار دی! له کاره نه کیږي. که غواړې چې ښه عاید او ښه ژوند ولرې باید او باید کار وکړې خو ډیر کار هم سړی رنځوروي، ستړوي! که له کاره رخصتي اخلې او یوه میاشت لیرې چیرې ځې نو کیدای شي دفتر دې پریږدي او یا هم نه! که دفتر اجازه هم درکړي، بانکي حساب دې کیدای شي اجازه درنکړي.

نو حل څه دی:

الف: تمرین کول: سهار د وخته پاڅیږه؛ یو څه ازاد حرکتونه اجرا کوه! د غرمې ډوډۍ نه وروسته ددې پر ځای چې له خپلو سګریټي ملګرو سره په یوه کونج کې ودریږې، داسې ملګری ومومه چې درسره قدم ووهي او وګرځي!

ب: بلک بیري، سامسنګ او آیفون دې ګُل کړه: نن سبا خو د دفتر لانجې ستاسو جیب ته راغلي! هر چیرې چې وای همالته مو دفتر دی ځکه په جیب کې مو آیفون او یا ددې ‌ډول نور موبایلونه دي چې د کمپیوټر کار ترسره کوي. برښنا لیک درښيي او خبروي مو چې نوی برښنالیک لری... ددې لپاره چې دفتري تشویشونه درسره سفر ونکړي نو دیوې ګړۍ لپاره خپل آیفون ګُل کړه ترڅو تشویش دې یو څه کم شي.

ج: معما باندې کارر وکړه: ددې لپاره چې له دفتري کارونو لیرې په یو څه بوخت شې، غوره به وي چې کومه ورځپاڼه ومومې او د کومې معما په حلولو بوخت شې! په دې کار سره به دې نه یوازې ځان بوخت ساتلی وي بلکې یو څه نوي شیان به دې زده کړي هم وي.