+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

شپاړسم درس: لنډمهاله موخې لاس ته راوړه

Rokyan Management Consultancy International FZE

شپاړسم درس: لنډمهاله موخې لاسته راوړه:

ژ. ایلم، کابل

تاسو به هم حیران شوي وی چې د لنډمهالو موخو د لاسته راوړلو موضوع ولې مطرح شوله؟ اصلاً خو باید اوږدمهاله موخې ترلاسه شي. خو حقیقت یو بل څه دی هغه دا چې هر څومره چې تاسو د لنډمهالو موخو په ترلاسه کولو توانیږی، په هماغه کچه تاسو ډیر زیات هوسیږی او تشویقیږی ترڅو اوږدمهالو هغو ته نږدې شی. لاندې نسخه به په ځینو چارو کې درته په درد وخوړل شي:

الف: پخپلو غښتلتیاوو کار وکړئ:

په لومړي سر کې خلک هڅه کوي چې هر څه وازمایي خو وروسته، وروسته باید دغه میتود ته د پای ټکی کیږدي او یوازې او یوازې په هغه څه خپله توجه متمرکزه کړي چې هغه یې د ډیرې ګټې او ښې راتلونکې سبب ګرځي. بیا نو وروسته، وروسته باید په هر څه پسې ونه ځغلي او هر څه ته باید لاس وانچوي! طلب الکل په ریښتینې مانا فوت الکل دی!

ب: خپل برنډ جوړ کړه: د دفتري کارونو تر څنګ باید خپل ځان د خیر ښیګڼې کارونو ته هم وقف کړې. خپل فارغ وخت په داسې کارونو باید ولګوې چې خلک دې په هماغو کارونو وپیژني.

ج: د بریا لپاره چاپیریال جوړ کړه:

 

هغه وخت یو څوک بریالي کیدلای شي او یا هم ډیر پرمخ تللی چې شاوخوا یې ټول بریالي کسان راټول وي. په ناکامانو او تنبلانو توره ممکن نه ده. یو ځلې دې چې تکړه کسان وموندل نو بیا په همدغو کسانو هم خپلې پیسې او هم خپل وخت مصرف کړه چې لا ښه شي او لا دې په درد وخوري.