+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

دولسم درس: مثمریت دې ډیر کړه

Rokyan Management Consultancy International FZE

دولسم درس: مثمریت دې ډیر کړه:

ژ. ایلم

د نن سبا نړۍ له یوې خوا در څخه ډیرې هیلې لري او له بلې خوا له انحرافاتو ډکه دي.

کله،کله خو پایلې لرل بیخي ناممکن ښکاري. ته خو دغه لاندې چارې تمرین کړه، کیدای شي په درد دې وخوري:

  • تل له ځان سره کاري اجنډا ګرځوه: کاري اجنډا ددې سبب ګرځي چې له یوې خوا کارونه په تسلسل سره ترسره کړې او له بلې خوا هر څه په کم وخت کې ترسره کړای شې بې له دې چې درڅخه هیر شي.
  • خورا اړین لومړی ترسره کړه: که اجنډا دې وایي چې سبا کوم مهم کار لرې نو غوره به وي چې هماغه مهم کار د سبا ورځې په لومړیو کې ترسره کړې.ځکه د ورځې په پیل کې عموماً انسانان تازه، په ولو سپک او کار ته تیار وي.

 

  • د غیر مهمو کارونو لپاره هم مهالویش ترتیب کړه: یوازې او یوازې د مهمو کارونو پلانول غوره کاره نه دی. باید موږ د غیرمهمو هغو لپاره هم باید پلان جوړ کړو. عموماً غیر مهم کارونه د مهمو هغو وخت خوري.