+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

یوولسم درس: په کم وخت کې یې ترسره کړه

Rokyan Management Consultancy International FZE

یوولسم درس: په کم وخت کې یې ترسره کړه

ژ: ایلم، کابل

نن سبا وخت کم او کارونه زیات دي. هغه څوک ډیر څه ګټلی شي چې له خپل وخته پوره، پوره استفاده وکړي. دا کار څنګه ممکن دی، لاندې یې لارې چارې دي:

الف: مړ وخت په انکشافي هغه بدل کړه

کله، کله به مو ځینې خلک لیدلي وي چې په ناستو کې وځي او راننوځي. پوره طاقت یې نه کیږي چې تر یو څه وخته پورې په جلسې کې کیني. ددغو کسانو لپاره به غوره وي چې د وتلو پر ځای پریزنټشن ته غوږ کیږدي او خپل عکس العمل له متکلم سره شریک کړي—له یوې خوا به یې خپل نظر څرګند کړی وي او له بل پلوه به یې متکلم په دې خوښ کړی وي چې ورته متوجه و.

ب: له نورو سره اړیکې ونیسه—د ښې مفاهمې په موخه نه د مزاحمت!

له ډیر کار څخه وروسته، کله چې له خپل میزه پورته کیږې او قدم اخلې نو مخکې له دې چې ووځې له خپل هغه همکار سره دې یو څه ودریږه چې نن دې ورسره هیڅ سلام علیک نه دی کړی. له یوې خوا به دې وخت قیمتي شوی وي او له بل پلوه به دې اړیکه ساتلې وي.

ج: هره ورځ دوه ملګري مومه: کیدای شي دغه کار سخت وي خو که یو څه قرباني ورکړې نو بریا دې لیرې نه ده.