+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

لسم: درس: تل باید اضافه وخت ولرې

Rokyan Management Consultancy International FZE

لسم: درس: تل باید اضافه وخت ولرې

ژ: ایلم

کله،کله یو څوک له کړکیچ سره مخامخ شي.بیا یې نو د حل او یا هم ترسره کولو لپاره هیڅ وخت نه وي دا ځکه چې موږ د کړکیچ د حل لپاره وخت په بې ځایه مزاحمتونو، بې اړتیا ناستو، او یا هم په بې کفایتیو تیر کړیدی.

لاندې نسخه به درسره مرسته وکړي ترڅو اړینو کارونو لپاره کافي وخت ومومې:

لومړی: خپل تقویم مرور کړه: د تیرې میاشتې کارونه دې وګوره. کومې ناستې مهمې او اغیزمنې وې او کومې یې نه وې. په دا بله میاشت غیرمثمرې ناستې په کُلي ډول له خپل مهالویشه وباسه.

 

دویم: له ملګرو وپوښته: زموږ بد او یا هم منفي کارونه زموږ له سترګو پناه وي. ددې لپاره چې په منفي کارونو پوه شې او یا یې هم درک کړې، غوره به وي چې له خپلو ملګرو وپوښتې څو هغه کارونه چې تاسو یې ترسره کوئ او غیر مهم دي در په ګوته کړي چې یا یې کم کړې او یا یې هم په کُلي ډول هیر کړې.