+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

اتم درس: خلاقیت له پایلو سره یو ځای کړئ:

Rokyan Management Consultancy International FZE

اتم درس: خلاقیت له پایلو سره یو ځای کړئ:

ژ: ایلم

 

پوهنتونونو کې د بحثونو، پوښتنو، په پوښتنې کې پوښتنې ته ډیر وخت وي؛ علمي مراکز بحثونه خوښوي او همدغه بحثونه بیا ددې سبب کیږي چې یو څوک دې خپل دماغ وجنګوي او یو څه نوی شی دې ترې راوباسي. په علمي مراکزو کې د کارونو لپاره په عمومي ډول ډیرو ضرب الاجلونو ته اړتیا نه وي خو په صنعتي مرکزونو کې بیا خبره بیل ډول ده. دلته خلک چلول کیږي. دلته ستا لپاره ډیر وخت نه وي چې په هرڅه کې وپوښتې او په هر څه کې نظر ورکړې. دلته د کارونو د ترسره کولو لپاره ډیر وخت نه وي—هر وخت دې چې زړه شو ترسره یې کړې خبره مطرح نه ده! دلته د هر کار لپاره ټاکلی ضرب الاجل وي او هر څه باید د همدې ټاکلي ضرب الاجل مطابق ترسره شي.