+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

شپږم درس: خپله انرژي مدیریت کړه

Rokyan Management Consultancy International FZE

شپږم درس: خپله انرژي مدیریت کړه:

ژ: روکیان

نن سبا ادارې له خپلو مامورینو ډیر کار او ډیرې پایلې غواړي. په دې باید پوی وې چې ورځ نه اوږدیږي خو کولای شی چې د خپلې انرژۍ په مدیریت کولو سره ټوله ورځ د کارونو په مقابل کې تازه او باحوصله واوسې.

  • په مکرر ډول وقفې اخله: په هرو ۹۰ او یا هم ۱۲۰ دقیقو کې یو ځل وقفه اخله: له خپل کاري میزه یو څه لیرې کیږه؛ یو څه قدم وهه! که دا هم نه کیږي نو بیا دې خپلې پښې غځوه... غوره به وي چې یوه پیاله چای در جوړ کړې.
  • قدردان اوسه: که ودې لیده چې کوم مامور دې ښه کار کوي نو مننه ترې وکړه—مننه کول نه یوازې د مقابل اړخ د خوښۍ سبب ګرځي بلکې ستاسو ټول کاري چاپیریال در مثبتوي.
  • مزاحمتونه کم کړه: کار په پام سره ترسره کړه. پخپل کاري چاپیریال کې د هر ډول مزاحمتونو لکه بې ځایه ټلیفونونو، هره شیبه برښنالیک کتلو څخه ډډه وکړه. زنګ وهلو او برښنالیک ځوابولو ته د ورځې په جریان کې یو ځانګړی ساعت وټاکه.
  • هغه څه کوه چې مینه ورسره لرې:

 

هغه شیان ترسره کوه چې د انرژۍ د زیاتیدو سبب دې ګرځي؛ له هغو شیانو ډډه کوه چې انرژي دې در ټيټوي او یا دې هم د ستړتیا سبب ګرځي.