+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

نامي بهانې:

article-387.jpg

نامي بهانې:

ایډي ریکي:

ژ:روکیان

دوه ډوله خلک لرو: یو هغه چې له ځان سره بهانې لري او بل هغه چې کاري پایلې!

ستا رییس په دې پسې نه ګرځي چې له کوم ښوونځي فارغ شوی یې او یا دې هم په کوم پوهنتون کې لوړې زده کړې ترسره کړیدي. هغوی ستا کرکټر او کړنو ته ګوري.

 

په دې لاندې مضمون کې هغه نامي بهانې درسره شریکوو:

اوله بهانه: ستا پیغام مې نه دې ترلاسه کړی:

د نن سبا په نړۍ کې که تاسو وګورئ نو د پرون په پرتله موږ ډیرې زیاتې د پیغامونو د تبادلې وسیلې لرو او دا ټولې ددې لپاره جوړې او رامنځ ته شویدي څو مفاهمه اسانه او پیغام له یوه ځایه و بل ته زر سره ورسیږي.

ددې بهانې د له منځه وړلو لپاره غوره به وي چې د هرې ورځې په پای کې لس دقیقې یوازې او یوازې پیغام لیدلو،لوستلو او ځواب ویلو ته وقف کړې. که په ریښتیا هم پیغام نه وي در رسیدلی نو بیا ښه کار دا دی چې مقابل اړخ خبر کړې چې پیغام یې نه دی در رسیدلی.

مقابل اړخ په دې هم باید پوه کړای شي چې کوم وخت مناسب دی چې تاسو ته په کې پیغام در ولیږل شي څو ستاسو د مزاحمت سبب نشي.

دویمه بهانه: وخت مې نه درلوده:

ددې مطلب دا دی چې تاسو ځينې نور لومړیتوبونه درلودل ځکه نو هغه موضوع چې مقابل جانب یې غواړي درڅخه پاتې شوله.

که ستاسو لومړیتوبونه واقعاً مشروع وي نو غوره به وي چې له مقابل اړخ سره شریک شي ترڅو د هغوی قناعت حاصل شي.

دریمه بهانه: انټرنیټ کمزوری و:

په راتلونکو لسو کلونو کې به دغه بهانه ورکه شي ځکه په هر ځای اوهر محل کې به وایفای لګیدلی وي.

څلورمه: لاره سخته بنده و:

دغه بهانه تر هغې د کار وړ بهانه نه ده څو پورې دې چې ټکر نه وي کړی. هر ځای ته چې ځې نو خپل عادت داسې جوړ کړه چې لس دقیقې مخکې له موعود وخت څخه ورسیږې.

 

 

که د پورتنیو بهانو په له منځه وړلو دې کار وکړ نه یوازې دا چې اغیزمن شوی به وې بلکې حیثیت به دې هم ساتلی وي.