+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

له تکیه کلام څخه ځان وژغورئ!

article-175.png

له تکیه کلام څخه ځان وژغورئ!

لیکوال: بین ډیکر

ژباړه او زیاتونه: روکیان

د لیسې شاګرد وم؛ په لیسې کې د کیمیا استاد ښاغلي ناصر خان همدرد به چې کله په دریځ خبرې کولې نو له هرې خبرې سره به یې "افسوس،افسوس" کاروه. بالاخره ښوونکی په"افسوس،افسوس" مشهور شو.

ددغه دروند استاد په څیر به ډیر نور داسې ښاغلي هم شتون ولري چې یو تکیه کلام لري—ته خپل حال وایه چې ته هم ورته ستونزه لرې او کنه؟ کله هم ورته متوجه شوی یې او یا هم چا متوجه کړی یې؟

په انګریزۍ کې د تکیه کلام په څير کلیمو ته ډکوونکې—فیلر(filler) ویل کیږي.

هیڅ کلیمه بې خونده او بدشکله نه ده خو کله چې تکراري شي په ريښتیا هم خپل حیثیت له لاسه ورکوي او د تمسخر وړ ګرځي.

لاندې مضمون کې له تاسو سره د تکیه کلامونو په ډولونو غږیږو:

د ځغل لیکې په څير تکیه کلامونه:

کله چې الوتکه غواړي پرواز وکړي باید ځغل لیکې ته ځان برابر کړي او پرې وځغلي. داسې خلک هم شته چې هغوی د خبرو د پیلولو لپاره هرومرو د ځغل لیکي په څیر کلیمات لټوي څو ددوی د خبرو لپاره خیز دړه (تخته) شي لکه په انګریزۍ کې د "So"، "Like"، "Honestly" کلیمات!

بیرته کتونکي تکیه کلامونه:

دغه ډول تکیه کلامونه ددې لپاره کارول کیږي څو له مقابل اړخ څخه د خبرو کولو او یا هم دبلې موضوع د مطرح کولو لپاره اجازه واخیستل شي لکه: "هوکې، صحیح شول؟" "تاسو پوه شولئ؟"

نښلوونکي تکیه کلامونه:

زما نوم علي دی او درې زامن لرم. د پسرلي پرمهال زیاتره کریکټ کوم. تیره اونۍ مې شپږو لوبو ته سر ور ښکاره کړ.

"زما نوم علي دی اههه او زه درې زامن لرم. د پسرلي پرمهال، اهههه زه زیاتره کریکټ کوم. لکه تیره اونۍ زه امم ما شپږو بیلابیلو لوبو ته سر ور ښکاره کړ."

 

څنګه له تکیه کلامونو ځان خلاص کړو؟

الف: خپل غږ ثبت کړئ: ددې لپاره چې پوه شئ چې آیا تاسو هم کوم تکیه کلام لری، غوره به وي چې خپل غږ په خپل موبایل، او یا هم د ټیپ ریکار‌ډر په واسطه ثبت او بیا واورئ.

 

ب: خپل ملګري او یا هم همکار ته ووایاست چې کله هم تاسو تکیه کلام کاروی چې خپل قلم او یا هم ګوته لکه کړي او تاسو وپوهوي چې بل ځل لپاره یې تکرار نه کړې او باید متوجه وې.