+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

نور نو له دې مه ویریږئ چې موبایل به مو چارج خلاص کړي

article-383.jpg

د بوسټن خلک دې نور تشویش نه کوي؛ له دې دې نه ویریږي چې موبایل، آیپډ او یا هم ټبلیټ به یې چارج خلاص کړي؛ حکومت د ښار په مرکزي پارک کې داسې چوکۍ لګولي چې له لمره چارجیږي او پرې ناست خلک نه یوازې دا چې خپله دمه جوړولی شي بلکې خپل موبایلونه او یا دې ته ورته نور برقي وسایل هم چارجولی شي.

دغه چوکۍ چې دوی یې سوفه (Soofa) بولي نه یوازې دا چې خلکو ته د چارج خدمات وړاندې کوي بلکې په پارک کې د ګرځیدونکو خلکو د شمیر، د هوا دککړتیا او په پارک کې د شور د کچې په اړه هم مالومات راټولوي او په اتومات ډول یې هغې ویبپاڼې ته چې soofa.co  نومیږي پورته کوي. 

 

د بوسټن ښاروال وایي چې موږ په دې فکر شولو چې په پارک کې ایښودل شوې چوکۍ یوازې او یوازې باید چوکۍ نه وي..

 

دده په وینا له ا په دغې نوې ټکنالوجۍ کې ټوله پانګه اچونه د سیسکو سیسټم لخوا چې سنفرانسیسکو میشتی د نیټورکینګ شرکت دې شویده.