+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

صدقه سړی خوښ ساتي:

article-382.jpg

ژباړه: روکیان

صدقه سړی خوښ ساتي:

تاسو به لیدلي وي چې هغه کسان چې لاس یې پرانیستی دی له خپلو صدقاتو خوند اخلي؛ خپل کار ته په وخت حاضریږي. صدقه ورکول انسان کې انرژي پیدا کوي او ښه انرژي د تشویق او ښه کار کولو سبب ګرځي. د ساه پوهنې ماهرین وایي چې صدقات او یا هم په کُلي توګه اعطا انسانان د خوښۍ په لوري کشوي. په ۲۰۰۹ز کې بروکز د Brigham Young University کې د وینا پرمهال وویل: "که غواړی چې خوښ واوسئ، او یا هم ښه کاروبار ولرئ نو په خپلې خوښۍ مو کار وکړئ! 

خوښ خلک له نورو ډیر کار کوي او له خپل کاره 

خوند اخلي—بخیل خو حتیٰ پخپلو کارونو کې له تنګسیا سره مخامخ وي."

اعطا مو د شهرت سبب ګرځي:

 بل ګیټس به دومره له دې خوښ نه وي چې د کمپیوټر د نړۍ د یوه ستر شرکت مشر او مالک دی بلکې له دې به حتماً خوښ وي چې دده د بسپنو له برکته په افریقا کې د ایډز ضد کمپاین کیږي او د خلکو روغتیا د ښه کیدلو لپاره پرې لارې چارې سنجول کیږي.

د بیل او ملینډا ګیټس بنیاد تر دې دمه ۲۸٬۳ بلیون ډالره د روغتیایي چوپړتیاوو په وړاندې کولو لګولي دي.

ډیوډید او چارلس کوش (Charles Coch) په امریکا کې ستر د تیلو د کمپنیو ملیونر مالکان دي خو ددوی زیاتره پیسې په سیاسي ډلو لګیږي. له همدې کبله دوی تر دې دمه د خلکو په منځ کې هومره شهرت نه لري لکه څومره یې چې بیلګټس لري؛ که ډیویډ او چارلس کوش هم خیریه کارونو ته مخه کړې وای نو حتماً به یې اوس سترنومونه وو او د ډیرو په خولو به تاویدل.