+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د درواغجن نښې نښانې

article-378.jpg

د درواغجن نښې:

ژ: روکیان

خلک درواغ وایي او نن سبا خو درواغ ویل یو ډول سټایل او یا هم چالاکي ګرځيدلې. که څه هم اسلام یې تر ټولو سخت مخالف دی خو بیا هم لیدل کیږي چې مسلمانان دغې سترې ګناه ته په ټیټه سترګه ګوري او...

دا چې په ټولنې کې مو خلک ډیر درواغ وایي او هغههم په هنر نو راځئ چې په هغو نښو نښانو وغږیږو چې درواغجن پرې پیژندل کیدای شي!

ډاکټرې لیلن ګلاس (Lillan Glass) د امریکا له ایف بي آی سره کار کړی او په ورته وخت کې د بدن د ژبې متخصصه هم ده! دې پخپل کتاب "د درواغجن دبدن ژبه—The Body Language of Liars"

کې د درواغجن نښې په دې ډول توضیح کړیدي.

اوله نښه:

د سر موقعیت بدلیږي: کله چې یو څوک د یوې پوښتنې په مقابل کې غواړي په درواغو ځواب ورکړي نو د سر په موقعیت کې تغیرات راولي، مخکې او یا هم وروسته کوي او یا هم په یوې خوا یې کږوي. 

 

دویمه نښه:

ساه اخیستل یې تیزیږي:د درواغ ویلو پرمهال، درواغجن خپلې اوږې پورته غورځوي، او غږ یې یو څه برسیرن غوندې وي. 

 

دریمه نښه:

عمومي خبره خو دا ده چې کله یو څوک مشوش شي نو یو ډول واړه او لنډ حرکات پیلوي خو ډاکټره ګلاس وایي چې کله خلک درواغ نه وایي نو ارام وي او یو ډول حرکات ترې صادریږي خو د درواغ ویلو پرمهال بیا نو ځان یو ډول جدي نیسي، شخ دریږي، او له حرکته غورځي. 

 

څلورمه نښه: عبارتونه او کلیمې تکراروي:

دوی هڅه کوي چې د خپلو کلیماتو په تکرار سره تاسو او یا هم خپل ځان یو ډول قانع کړي تاسو به تجربه کړي وي چې وایي"ما نه دي کړي، ما نه دي کړي..." 

د کلیماتو تکرار مانا دا هم ده چې دوی د نورو کلیماتو او عبارتونو د جوړولو لپاره غواړي ځان تیار کړي.

پنځمه نښه: درواغجن خورا ډیر مالومات وړاندې کوي

کله چې پوه شولی چې یو څوک بې له کومې جدي اړتیا غواړي تاسو ته له حده زیات مالومات درکړي نو باوري اوسه چې درواغ درته وایي او ددې ویلو دلیل دا دی چې دوی خپل ځان له تاسو سره خورا ازاد او طبیعتي ښيي څو باور پرې وشي.

شپږمه نښه:خوله لمسوي او بندوي یې:

کله چې مقابلې خوا خپله خوله ونیوله نو پوه شه چې نور نو نه غواړي قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي او یا هم څه چې وایي د زړه خبره یې نه ده! 

 

اوومه نښه: نارامه پښې:

کله چې یو څوک غواړي درواغ ووایي نو حتماً یو څه نارامه وي او دغه نارامي یې تاسو کولای شئ پښو ته په لیدلو درک کړای شی. دوی غواړي له میدانه ووځي او په تیښته وي! 

اتمه نښه: په ډیرې سختۍ سره خبرې کوي: 

د محاکمو ځینې غونډې وګورئ چې مجرمین څنګه په سختۍ سره خبرې کوي. ددوی له خولو څخه په خورا تکلیف خبرې راوځي ځکه چې د تشویش او عصابانیت پرمهال، خولې کې اوبه وچیږي او د لاړو ترشح ورو کیږي نو دوی هم د خبرو کولو وړتیا له لاسه ورکوي.

بله نښه یې د شنډو چیچل وي!

نهمه نښه: وچ درته ګوري: 

 

تاسو به اوریدلي وي چې درواغجن نورو ته سترګې نه لري خو اوسني هغه بیا داسې نه دي. دوی د خبرو کولو پرمهال په دې موخه چې د مقابل جانب پرې پوره باور وشي، پوره تر خپل د سترګو اغیزلاندې راولي او د خپلو سترګو تړاو ورسره په هیڅ ډول نه ماتوي؛ هر څنګه چې وي ورته ګوري!!!

د سترګو تیز ښورول هم د درواغ ویلو په مانا دي...

لسمه نښه:

ډیرې اشارې کوي! ځکه دوی په مقابل جانب په غوسه وي چې ولې یې ددوی راز افشا کړ نو ځکه په ګوتو ډیرې اشارې کوي.