+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اشتباهاتو کمولو لارې چارې:

article-376.jpg

د اشتباهاتو کمولو لارې چارې:

سټیفن کي—Stephen Key

ژ. روکیان 

په ۵ اصولو عمل وکړه څو اشتباهات دې کم شي:

زما په فکر غلطي کول کومه بده خبره نه ده! سړی له خپلو غلطیو زده کړې کوي.

د تجربو څخه سړی باید زده کړې ولري او د سبا لپاره ورڅخه ګټه پورته کړي.

څوک چې کار کوي، اشتباهات به هم ورسره مله وي.

څو لنډ پنځه درسونه درته لرو:

لومړی: د خپلې خوښې کار کوه:

تل په هغه څه ځان بوخت ساته چې ورسره مینه لرې. کوم شی دې چې نه خوښیږي، حتماً يې تر شا کوم دلیل شته. که کوم شی د بتې په څير ځي او د بتې په څير ښکاري نو پوه شه چې بته ده!

دویم: وخت سره ملګرتیا وکړه او پخپلې خوا یې کړه:

زیاتره کمزوري تصامیم د کم وخت له کبله وي. ښې پریکړې وخت ته اړتیا لري. ښې پریکړې لید ته اړتیا لري او ښه لید د پوره وخت درلودلو زیږنده ده!

 دریم: په غلطو خلکو وخت مه تیروه: 

 

ځینې خلک شته چې هغوی دې نشي درک کولای. په دوی وخت تیرونه، د وخت له ضیاع پرته بل څه نه ده. غوره به وي چې خپل وخت په هغو تیر کړې چې تاسو ته غوږ نیسي.

څلورم: تل شیان هغسې نه وي چې څنګه ښکاري

هڅه کوه چې کارونه په حوصلې او پریکړې په سړو ماغزو ترسره کړې.

ډیر سخت کار مه کوه، په زیرکتیا سره کارونه ترسره کړه. سخت کار دې هم پیسې خوري او هم وخت—ستړی کوي دې خو په زیرکتیا سره کار دی دغه ټول سپموي.

 

پنځم: تل ټيلیفون ته ځواب ورکوه:

زیاتره موضوعت په برښنالیکونو کې نه حلیږي. شفاهي خبرې کول زر ستونزه حلوي. 

 

زیاتره سؤتفاهمات د کلیماتو د کارولو له کبله رامنځته کیږي. څومره دې چې وس وي هومره هڅه کوه چې ښکاره، واضح او ډیر کاریدونکي کلیمات وکاروې.

 

غښتلې اړیکې په غښتلې مفاهمې سره رامنځته کیږي.