+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د متشبثینو ځانګړتیاوې

article-357.jpg

جان رمپټن، یو متشبث 

لیکوال: جان رمپټن، یو متشبث

ژباړه: روکیان

متشبثین د خلکو د ډلې عجیبه مخلوق دی؛ دوی پخپل عمل او کردار کې له نورو بیل ډول دي.

  •  پلار او مور دې پخپل ژوند کې بل چا ته کار نه دی کړی. هغوی یوازې او یوازې خپل خپل ځان ته کار کړیدی.
  • اوسنی وضعیت یې نه خوښیږي: متشبثین اوسني وضعیت سره جوړ نه وي. دوی تل فعلي شرایط ننګوي.
  • په خپل ځان باور لرې: متشبثین تل تر تله پخپل ځان اعتماد لري. داسې هیڅ متشبث به ونه مومې چې هغه دې پخپل ځان باوري نه وي. که چیرته یو څوک پخپل ځان باور ونلري، نو په هغه به نور څنګه باور وکړي.
  • مینه ناک وي: متشبثین تل له خپلو کارونو سره مینه لري. کله، کله خو په ځینو شیانو دومره وخت هم تیروي چې یو ډالر هم نشي ګټلی!
  • متشبثین "نه" نه وایي! مطلب دا چې ستړتیا نه مني!
  • متشبثین له خپل کار سره د خپلې کورنۍ او ماشومانو په پرتله ډیر وخت تیروي.
  • متشبثین د بیل ګیټس، سټیو جابز او مارک زوکربرګ په څیر د نورو عادي خلکو په څير هیڅکله له پوهنتونونو څخه نه وي فارغ شوي.
  • متشبثین له دفترونو څخه شړل کیږي—دوی په دفتري کارونو کې تل سپږن وي!
  • متشبثین تل په سر، سر نه مني.
  • دوی فکر کوي چې د وظیفوي مصونیت لپاره له یو څخه ډیر تعریفونه شتون لري.
  • دوی تل رقابت خوښوي؛ هڅه کوي چې له خپل رقیب څخه یې غوره ترسره کړي.
  • په رخصتۍ هیڅ باور نه لري. تل کار او کار!
  • متشبثین په هر څه کې کاري فرصتونه ګوري.
  • متشبثین په تشو باور نه لري.
  • متشبثین هڅه کوي چې څنګه ستونزې حل کړي او یو غوره حل راوباسي.
  • متشبثین د خلکو خلک وي. له خلکو سره په مفاهمې کولو کې هيڅ ستونزه نلري.
  • متشبثین خپل-پیله وي! دوی تر هغه په کار پسې نښتي وي څو یې چې ترسره کړی نه وي.
  • متشبثین چې هر څه کوي ددې سبب کیږي چې ددوی له کاري پایلو سره مرستندویه ثابت شي.
  • متشبثین هیڅکله ډیر لوکس نه ګرځي! دوی هڅه کوي چې په یوې زیرپیراهنۍ او جینز کې ژوند وکړي.
  • متشبثین تل له قوتیه وتلی فکر کوي.
  • په متشبثینو هیڅکله اصول نه پلي کیږي.
  • متشبثین تل جالب خلک وي.
  • د متشبثینو په اړه وړاندوینه کار نکوي.
  • متشبثین تل تر تله مصمم وي؛ دوی تل ناممکن په ممکن بدلوي.
  • له متشبثینو سره تل د ملګرو او کورنۍ لاس وي.
  • متشبثین د نورو عادي خلکو په څیر شپږ او یا هم اته ساعته کار نکوي. دوی کله، کله د میز لاندې او یا هم په چوکۍ کې ویدیږي. ډیر زیات په راحت پسې نه ګرځي.
  • متشبثین تل په خپل شاوخوا هوښیار او وړ خلک راټولوي.
  • په متشبثینو وخت له پیسو ډیر ګران وي—وخت ته ډیر ارزښت ورکوي.

 

دغه ټولې پورته یادې شوې هغه ځانګړتیاوې دي چې متشبثین یې لري. که په تاسو کې دغه ځانګړتیاوې نه وي نو کولای شی چې پخپل ځان کې یې راوټوکوې.