+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

هلئ په لسو ورځو کې کاروبار پیل کړئ!

article-357.jpg

هلئ په لسو ورځو کې کاروبار پیل کړئ!

ډیویډ پورټ (David Port)

ژ: روکیان

اوله ورځ:

سوداګریز پلان باندې کار وکړئ:

د هر ډول کاروبار د پیل لپاره سوداګریز پلان مهم او ارزښتمن دی! که تاسو هم غواړی چې کاروبار پیل کړی نو لومړی کار مو باید د سوداګریز پلان جوړول وي!

دوهمه ورځ:

بازار مطالعه کړئ:

د بازار مطالعه ددې لپاره مهمه او اړینه ده چې سړی پوه شي چې پیردونکي یې څوک دي؟ څه ډول محصول په بازار کې شتون لري؟ اصلي او عمده رقیبان یې څوک دي؟ په کوم ځای کې پیردونکي ډیر راټولیږي؟ دغه مهال تاسو له رقیبانو او هم له راتلونکو پیرودونکو سره خبرې وکړئ؛ خپل محصول ورته تشریح کړئ او د هغوی د نظریاتو یاداښت واخلئ! 

 

دریمه ورځ:

پخپل برنډ کار وکړئ:

بازار کې باید ستاسو محصول خپل ځانګړی شناخت لکه نوم، رنګ، لوګو—آر ولري!

څلورمه ورځ:

سوداګري رسمي کړئ:

د برنډ له جوړولو وروسته، غوره ده چې د خپل محصول رسمي کارونه ترسره کړئ! ثبت و راجستر یې کړئ!

پنځمه ورځ:

ځای ځایګي ته زړه مه خوره! هیچا هم په لومړیو کې دفتر او یا هم عصري دوکان نه دی لرلی! حتیٰ زیاتره لویدیځوال خپل کارونه له کافي شاپه پیلوي! حتمي نه ده چې ته دې په لومړیو کې د ماسټري لرونکي مامورین له ځان سره ولرې! د پوهنتونونو څخه تازه فارغیدونکي کسان په ټيټ معاش او یا هم په امتحاني دوره کې په مفت ډول کار کوي! له دوی څخه ګټه پورته کړه!

 

شپږمه ورځ:

پلورل پیل کړه:

ګټه هغه وخت ستاسو لور ته رادانګي کله چې تاسو پلورل پیل کړئ! خپل محصول هرې هغې ټولنې ته ورسوه چیرې چې یوازې۲۵ کسان هم راټولیږي!

مهمه نه ده چې د غونډې ځای چیرته او څو بجې ده؟ سهار، مازدیګر او ماښام ته مه ګوره!

اوومه ورځ:

له رسنیو سره کار وکړه:

د کاروبار د غوړیدا او شهرت لپاره غوره ده چې له رسنیو سره ښې او مستحکمې اړیکې ولرې! لیکوالان دې ته وهڅوه چې ستاسو په کاروبار مضامین ولیکي!

اتمه ورځ:

غټ اکټونه وکړه:

تر هغې چې ځان غټ ونه ښيې، ځان لوړ او اوچت مطرح نه کړې، هیڅکله  د پاموړ نه ګرځې!

نهمه ورځ: نه ستړیدونکې منډې ترړې ووهه:

په لومړیو ورځو او اونیو کې، تل د کار او وخت ترمنځ رقابت روان وي او هغه هم بیخي شدید!

لسمه ورځ: میلمستیا جوړه کړه:

غوره به وي چې یوه مناسبه میلمستیا جوړه کړې! په دغې میلمستیا کې خپل ملګري، خپل خپلوان، فعلي او متوقع پیرودونکي را دعوت کړه! کله چې خلکو میلمستیا وخوړه نو نور بیا کیسې کوي –خبریاست چې دغه کیسې به یې د څه په اړه وي؟ ستاسو د کاروبار په اړه!