+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د مارچ دویمه:

article-352.jpg

د مارچ دویمه:

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ. روکیان

خپله مینه زیاته کړه:

مینې په اړه مو نظر څه دی؟ هره ورځ چې له خوبه پاڅیږې، د ورځې په اړه څه ډول احساس لری؟ د اونۍ لومړی ورځ دې خوښیږي او که د اونۍ پای؟ تر هغې پورې په یوې ساحې کې د یو کار مشري نشې کولای څو پورې چې ته د هغه سره مینه ونلرې! ددې لپاره چې د خپلې مینې کچه لوړه کړې نو لاندې نسخه درته وړاندیزوم:

الف: خپله تودوخه وګوره: وګوره چې د خپل ژوند او کار سره څومره مینه لرې! ددې لپاره چې په ډیر څه پوه شې نو له خپلو همکارانو او کډې دې وپوښته چې څه درته وایي!

ب: خپلې لومړنۍ مینې ته وګرځه:

هغه ورځې را په یاد کړه کله دې چې د لومړي ځل لپاره دنده پیل کړه. په کومو شیانو دې ډیر وخت تیروه؟ کوم څه ته دې ډیر وخت ورکوه؟ ماضي ته په ګرځیدلو سره به ته له ځان سره مرسته وکړې چې خپل سوړوالی په ګرمۍ بدل کړې.

ج: له مینه ناکو سره یو ځای شه! له هغو کسانو سره ملګرتیا پیل کړه چې له خپلو دندو، کارونو او پروژو سره مینه لري. ځکه هغه مرغۍ چې یو ډول وي یو ځای پرواز کوي. نو که تاسو له دې ډول کسانو سره یو ځای شولی نو په باور سره درته وایم چې دوی به مو کاري تودخه ډیره کړي.

له The 21 Indispensable Qualities of a Leader!کتاب څخه!

 

همدا نن له مینه ناکو خلکو سره ملګرتیا پیل کړئ!