+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د فیسبوک مشر وپیژنئ

article-332.jpg

له بهرنیو زیرمو څخه!

ژ: روکیان

مارک زوکربرګ د ۱۹۸۴ ز د می په ۱۴مه د نیویارک په وایټ پلین (White Plain) کې زیږیدلی دی. د فیسبوک بنسټ یې هغه وخت کیښوده چې د کالج په لیلیې کې اوسیده. 

 

د فیسبوک پرمختګ یې چې ولیده نو نور یې په هارورډ کې زده کړو ته شا کړه او اړتیا یې هم وه ځکه د پاڼې کاروونکي تر ۲۵۰ ملیونو پورې رسیدلي وو. زکوربرګ اړ و چې خپل ټول پام فیسبوک ته واړوي ترڅو ښه مدیریت یې کړي.

 د فیسبوک زیږنده اوس په یوه فلم کې انځور شوې—The Social Network

زکوربرګ په یوې رسیدلې، تحصیل یافته کورنۍ کې سترګې نړۍ ته غړولې دي.

د زکو پلار ددوی پخپل کور کې کلینیک جوړ کړی و او هغه یې چلوه! مور یې سایکایټریسټه وه!

زکو له هماغه وړکتوبه له کمپیوټر سره مینه درلوده! په ۱۲ کلنۍ کې یې د Atari Basic په کارولو سره د زوکنیټ په نوم د پیغام لیږلو شبکه رامنځته کړله. 

له همدغې شبکې څخه یې پلار پخپل کلینیک کې ګټه اخیستله. د مالوماتو جلکۍ بې له دې چې ډاکټر ته ور چیغې کړي چې نوی ناروغ راغلی د همدې شبکې په واسطه به یې ډاکټر خبروه چې ناروغ ورته منتظر دی.

زوکنیټ ددوی په کور کې تر دې حده محبوب شو چې د کورنۍ د اړیکو یوازینی وسیله شوه. ده به په هماغه وړکتوب کې کمپیوټري لوبې جوړولې. د زوکنیټ شبکه دده له کورنۍ دده ملګرو پورې وغځیدله.

کورنۍ چې په دې پوه شوله چې ځوی یې په کمپیوټر کې خورا لایق او ډیره دلچسپي لري هماغه و چې د ډیویډ نیومن په نامه یو خصوصي ښوونکی یې ورته مقرر کړ چې په اونۍ کې به یې یو ځل ددوی په کور کې مارک ته ټریننګ ورکاوه.

ډیویډ د خپل شاګرد په اړه وایي: زه دغه سړي ته حیران وم چې زما د تمریناتو سره، سره به یې په نږدې مرسي کالج کې هغه کورسونه لوستل چې له ماسټرۍ فارغیدونکو محصلینو باید لوستلي وای.

وروسته بیا د فیلیپز ایګیټر اکاډمۍ ته لاړ. هلته د خپل ټیم مشر کپتان وټاکل شو. ددې برسیره یې ځان په ادبیاتو کې هم ښه وځلوه. په کلاسیکو ادبیاتو کې یې ډیپلومه وکړله.

لا تر دې دمه په لیسې کې و چې د میوزیک لپاره یې د پنډورا په نوم سافټویر جوړ کړ. د مایکروسافټ او AOL په ګډون ډیرو کمپنیو ددې  سافټویر د پیرلو دلچسپي وښودله او ځوان ته یې د دندې پیشکش هم وکړ خو هلک د کمپنیو دغه پیشکش رد کړ.

په ۲۰۰۲ز کې چې کله له لیسې فارغ شو  نو په هارورډ کې یې داخله واخیسته. په هارورډ کې په هماغه لومړي کال په سافټویر جوړولو کې مشهور شو. د فیسماش (Facemash) په نامه داسې سافټویر یې جوړ کړ چې په هغه کې دوو محصلینو مخونه له یو بل سره مقایسه کیدل او نورو محصلینو به په کې ښکلي ته نومرې ورکولې او غوره مخ به یې انتخابوه. 

دغه سافټویر په پوهنتون کې ډیر مشهور شو خو باالاخره د پوهنتون ادارې ددې سافټویر مخه ځکه ونیوله چې د هغوی په ګومان یو ناندرۍ جوړونکی و!

دا چې دده پروژې زیاتره یې بریالۍ وې نو دده ملګرو ټولګیوالو هر یو دیویا نریندرا، او غبرګولو ټیلر او کیمرن له ده وغوښتل چې د هارورډ لپاره یو ټولنیزه شبکه رامنځته کړي.

د هارورډ په دې پروژې یې تر یوه وخته کار وکړ خو بیا یې پریښوده. له خپلو دریو نورو ملګرو سره یې په بلې پروژې پیل وکړ. دغه ملګري یې Dustin Moskovitz, Chris Hughes, Eduardo Saverin وو. ددوی دغه ګډه پروژه ددې سبب شوه چې فیسبوک وزیږیږي.

دوی په لومړي ځل دغه ویبپاڼه د ۲۰۰۴ د جون پورې په هارور‌ډ کې له خپلې لیلیې وچلوله.

په پوهنتون کې یې نور نو نه غوښتل چې پاتې شي ځکه فیسبوک ډیر کار ته اړتیا درلوده. هماغه و چې هارورډ یې پریښوده او کمپني یې د کلیفورنیا پالو آلټو ته انتقال کړه. د ۲۰۰۴ز تر پایه فیسبوک یو ملیون کاروونکي وموندل.

د فیسبوک طلوع:

په ۲۰۰۵ز کال کې، کمپنیو د فیسبوک بازار ګرم ولیده هماغه و چې خپله پانګه اچونه یې په کې پیل کړه.  Accel Partners په کې ۱۲٫۷ ملیون ډالره پانګونه وکړه. مارک خپله شبکه د نورو پوهنتونونو، کالجونو په مخ هم پرانیستله او هغوی ته یې هم په کې د ګډون اجازه ورکړه چې د ۲۰۰۵ز په ډیسمبر کې ددې جال ګډونوال ۵٫۵ ملیونه کسان شول.

له دې وروسته د مارک بل ګام دا و چې څنګه کمپنۍ په دې ټولنیزې شبکې کې د اعلاناتو کولو لپاره را جلب کړي. فیسبوک ورځ تر بلې نوم ویسته خو په ۲۰۰۶ز کې کمپنۍ له یوې سترې بدنامۍ سره مخامخ شوله. د هارورډ کنکشن رامنځته کوونکي دعوه وکړه چې مارک یې اختراع غلا کړیده.

خبره تر محکمې او قاضیانو ورسیدله. د محکمې پریکړه دا شوله چې په ریښتیا د هارورډ‌ کنکشن اختراع غلا کړې وه چې بیا یې په دې نیویارک ټایمز ته اعتراف هم وکړ: که غواړئ چې خیر مو ډیرو خلکو ته ورسیږي نو مجبور یې چې یو څه باید هوښیار وې، څنګه؟"

فیسبوک هارورډ کنکشن ته ۶۵ملیون ډالره تاوان ورکړ خو بیا هم قضیه تر ۲۰۱۱ ز پورې روانه وه.

 

په مارک کتابونه ولیکل شول؛ فلم پرې جوړ شو او ژوند ته یې د رسنیو او خلکو پام په خارق العاده ډول سره واوښت.

دده پانګه ۶٫۹ بلیون ډالره تخمین شویده. د دغه مشهور ځوان په واده کې چې د ۲۰۱۲ ز د می په ۱۹ ترسره شو یوازې ۱۰۰ کسانو ګډون کړی و.

ده د خپل پوهنتون د وخت له ګرل فرینډ پریسسیله چان سره واده وکړ. دغه واده ددوی د کلیفورنیا په پالو آلټو کور کې ترسره شو.

خلکو فکر کاوه چې دوی ځکه دعوت شوي چې کیدای شي مارک به د خپلې ګرل فرینډ د طب څخه د فراغت جشن لمانځي خو خلک هغه وخت له شاک سره مخامخ شول کله چې یې مارک او پریسیلا یو بل سره د وعدو په تبادلو ولیدل.

 

 

د ۲۰۱۳ په می کې نوموړی د نړۍ ځوان اداري مشر په توګه لیست شو چې دغه مهال یې ټول عمر ۲۸ کاله و!