+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د فبروری ۲۹مه:

article-321.jpg

خلکو ته انګیزه ورکړه:

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

وینس لومبارډي د ګرین بی (Green Bay) نوموتی مربي و چې په انګیزه ورکولو کې یې ځانګړی نوم درلوده.

دده سره په ټیم کې داسې یو لوبغاړی و چې زیاتره وخت به یې هڅه کوله چې له مسؤلیتونو ځان پټ کړي. بله ورځ لوبمارډي د لوبغاړو د کالیو بدلولو خونې ته په تیزی سره لاړ؛ ګوري چې لوبغاړی د خپلو کالیو المارۍ مخې ته سر ټیټی ناست دی. لومبارډي چې لوبغاړی په دې ډول وضعیت کې ولیده نو په سر یې لاس ورته کش کړ او په ولو یې وټپاوه: "یوه ورځ به ته د NFL ساتونکی وې!"

دغه لوبغاړی جیری کریمر (Jerry Kramer) و. جیری وایي:"د لومبارډي خبرو دومره اغیز راباندې وکړ چې د ژوند تر پایه مې یې خبره له ذهنه نه وتله هماغه و چې په ژوند کې مې لوی بدلون رامنځته شو."

 

هر سړی هغه که وړوکی دی او که غټ هڅونې، تشویق او انګیزې ته اړتیا لري. بې له هڅونې او تشویقه نه کیږي. هڅونه او تشویق ددې سبب کیږي چې سړی هغه څه ترلاسه کړي چې هیله او ارزو یې وي. هیڅکله د انګیزې، تشویق او هڅونې زور ته په ټیټه سترګه مه ګورئ.

له25 Ways to Win with People! کتاب څخه!