+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د فبروری ۲۸مه:

article-320.jpg

د خلکو پیژندنه لویه ګټه ده!

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

په هره ساحه کې چې بوختیاست لومړی ددې هڅه وکړه چې خلک وپیژنې؛ یو ځلې دې چې خلک وپیژندل بیا نو کولای شی چې څنګه له هغوی 

یوه مور خپله کیسه په دې ډول سره کوي:

"خپل څلور کلن ځوی مې کور کې پریښوده او زه په بیړه له کوره ووتلم ترڅو د کور څخه راټوله شوې خځله د باندې په خځل دانۍ کې واچوم. چې راستنه شولم دروازه بنده وه. زړه کې مې ویل چې که اوس ورته وایم چې دروازه خلاصه کړه نو ترڅو چې پریکړه کوي او دروازه پرانیزي نو کافي وخت لګیږي. په ډیر مایوسوونکي غږ سره مې وویل'اوهو ځویه تا خو خپل ځان په کور کې بند کړ!' له همدې خبرې سره غرز چې دروازه پرانیستل شوله!"

د پنسلوانیا پوهنتون د سایکایټري (د عقلي او عصبي ناروغیو) پوهنځي استاد ډاکټر ډیویډ برنس وایي: "خلک تر هغې پورې غوږ نه درته نیسي او نه دې هم په خبره ځان پوهوي څو چې په دې نه وي یقیني شوي چې تاسو پیژندلي؛ درک کړي او په احساساتو یې خبر یاستی."

کله چې تاسو په دې پوه شولی چې خلک څه شی خوښوي، له څه یې بد راځي؛ په څه غوسه کیږي؛ په څه تر اغیز لاندې راځي نو بیا پوه شئ چې خپل کار مو اسانه کړی او په ساده ګۍ کولای شی چې خپل مقابل اړخ تر نفوذ لاندې راولی!

له Becoming a Person of Influence!کتاب څخه!