+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د فبروری ۲۴مه:

artilce-316.jpg

بل هیڅ نه، یوازې او یوازې بریا:

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

آیا کله مو هم په دې فکر کړی چې بریالي او ناکام مشران په څه شي کې سره توپیر لري؟ په بریالیو مشرانو کې یو شی ما لیدلی هغه دا چې دوی هیڅکله د بري لپاره کوم بل بدیل نه 

ویني!!! نو همدا دلیل دی چې دوی په هغو لارو چارو فکر کوي او په لټه کې یې وي چې دوی تر بري رسوي. 

مهمه نه ده چې ته په کوم ډول اداره کې یې خو چې لاندې درې شیانو باندې عمل وکړې نو بریا دې یقینې ده او بریا ستا ده:

الف: د لرلید توحید: ټیمونه او ډلې هغه وخت بریالی کیږې کله چې د ټیم ټول غړي یو لرلید ولري.

ب: د مهارتونو توپیر: یو ټیم هغه وخت له بریا سره مخامخیږي کله چې د ټیم غړي بیلابیل مهارتونه او په بیلابیلو زده کړو سمبال وي! داسې کومه اداره مو لیدلې چې یوازې او یوازې له بازارموندونکو جوړه شوې وي؟ د کریکټ کوم ټیم مو لیدلی چې ټول لوبغاړي یې په توپ اچولو کې لایق وي؟ د یوې ادارې د بریا لپاره مهمه ده چې د بیلابیلو مهارتونو وړ کسان په کې راغونډ‌ شي.

ج: داسې یو مشر چې بریا او ټیم جوړولو ته ژمن وي!

د فوټبال پخوانی مشر لو هولټز Lou Holtz وایي: "د لوبې ګټلو لپاره مهمه ده چې ټیم باید غښتلي لوبغاړي ولري. هیڅ امکان نه لري چې کوچ (مربي) دې غښتلی وي او نور لوبغاړي دې کمزوري او بیا دې دوی په خپل رقیب بریالي هم شي!"

 

له The 21 Irrefutable Laws of Leadershipکتاب څخه!