+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

نورو ته چانس ورکړه چې له تاسو سره ګډ پرواز وکړي:

article-315.jpg

د فبروری ۲۳مه:

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

زه غواړم یو راز له تاسو سره شریک کړم. که زما په دغه راز مو عمل وکړ نو د بریا دروازې په تضمین ستاسو په مخ پرانیستل شولې. څنګه تیار یې؟ که ځواب هو وي نو واوره: "هیڅکله کوم کار په یوازې سر مه کوه!"

زما دا خبره به ډیره درته ساده ښکاره شوې وي خو باور وکړه چې د نورو د رسولو همدا یوازینۍ لاره چاره ده. که غواړې چې نور ورسوې او خپل د لیاقت، شایسته ګۍ او ... میراث نورو ته انتقال کړې نو هیڅکله کوم کار په یوازې سر مه کوه.

نن سبا په امریکا کې علم، پوهه او ساینس له یو څخه بل ته په همدې ډول انتقالیږي او موږ ته له لرغوني یونان څخه را انتقال شویدی. سقراط، اپلاتون وروزه او هغه بیا ارسطو!

خو په یاد ولرئ چې دا د زده کولو او زده کړې یوازینۍ نمونه او ماډل نه دی. عبرانیانو د علم، ساینس او د زده کړې د انتقال لپاره د “On-the-Job Training” نمونې څخه استفاده کوله.

ما چې په ژوند کې څومره خلک روزلي او په ښو مې سمبال کړي له دې لارې مې هیڅکله غوره بله لار نه ده موندلې:

  • لومړی یې زه پخپله ترسره کوم: که غواړم کوم کار ترسره کړم نو لومړی باید پخپله ځان پرې پوه کړم ترڅو پرې حاکم شم او په زیر و زبر یې ورسیږم.
  • زه يې ترسره کوم او تاسو یې ګورئ: چې کله یې نورو ته ښیم نو زه یې ترسره کوم او نورو ته یې د ترسره کولو پرمهال ولې، او څنګه تشریح کوم او هغوی یې ګوري!
  • تاسو یې ترسره کړئ؛ زه یې ګورم: په دریم پړاو کې له خپلو پیروانو غواړم چې ترسره یې کړي او زه یې د ترسره کولو پروسه ګورم. که کوم ځای کې ستونزه لري او یا هم غلطي کوي نو اصلاح کوم یې!
  • اوس نو یې پخپله ترسره کړئ: کله چې په دې باوري شولم چې نور ددې جوګه دي چې کارونه پخپله ترسره کړي نو زه په کامل ډول خپله پښه ترې وباسم او ټول کار دوی ته پریږدم ترڅو زده کړي کارونه پخپله ترسره کړي چې په دې ډول سره به دوی په دې توانیدلي وي چې پخپل ځان باور یې ډیر شي!

له Your Road Map for Success!کتاب څخه!