+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

ژمنتیا ته ژمن اوسه!

article-313.jpg

فبروري ۲۱مه:

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

 

نړۍ داسې کوم مشر نه دی لیدلی چې هغه دې ژمن نه وي.

که غواړې چې ستر شې نو ژمن شه!ژمنتیا د نورو د جلب و جذب او د اعتبار د رامنځته کولو سبب کیږي. هغه وخت نور در باندې باور کولای شي کله چې ته خپلې موخې ته ژمن وې. خلک لومړی له مشر سره مخامخیږي او بیا د هغه له لرلید سره! 

ژمنتیا څه شی ده؟ 

لاندې څو ټکو ته پام وکړئ:

ژمنتیا له زړه پیلیږي: ما اوریدلي چې په کینټکي ډربي “Kentucky Derby” کې ګټونکی آس له نیم میل ځغاستې وروسته له تنفس اخیستلو غورځي خو باقي پاتې لار په زړه وهي.

که د نورو په ژوند کې غواړې بدلون راولې، له ځانه وپوښته چې ژمن یې؟

ژمنتیا په عمل باندې ثبوتیږي:

د ژمنتیا په اړه خبرې کول د قضیې یو اړخ دی او په عمل کې یې پیاده کول د قضیې بل اړخ! ژمنتیا یوازې او یوازې په عمل سره اندازه کیږي. آرتور ګورډون “Arthur Gordon” وایي: "د خبرو ویلو په کچه هیڅ بل شی آسان نشته! خو نر هغه دی چې ورځ تر بلې خپلو الفاظو ته د عمل جامه واغوندي او دغه کار کول آسانه نه دی."

 ژمنتیا د لاسته راوړنو دروازه پرانیزي:

د یو مشر په توګه کیدای شي د بریا په لار کې له خنډونو، ستونزو سره مخامخ شې! له داسې شیانو سره به مخامخ شې چې توقع دې هم نلرله. دغه مهال به یوازینی شی چې درسره مرسته کولای شي او لار مو پرانیستلی شي هغه به ژمنتیا وي!

ډیویډ مکنالي وایي: "ژمنتیا یوازینی شی دی چې له مقاومت او خنډ سره مقاومت کولای شي که څومره هم وغورځې خو چې ژمن وې، ماتیږې نه بلکې پرمخ ځې!"

له The 21 Indispensible Qualities of a Leader! کتاب څخه!