+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

فبروری ۱۹مه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

نورو ته ارزښت ورکړه:

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

د هر مشر او پیرو ترمنځ سریخ یې هغه اړیکې دي چې دواړه ډلې یې پخپلو کې لري. دغه ټولې اړیکې یا د تقویت او ودې سبب کیږي او یا هم د ماتیدو!!!

په رهبرۍ (مشرتابه) کې هیڅکله اساس ستا وده او پرمخیون نه دی بلکې اساس د نورو پرمخیون او رسول دي!

او دغه کار نورو ته په خدمت او کار کولو سره رامنځته کیږي. د اضافه کولو قانون یوازې او یوازې یو شی پوښتي: آیا ته د هغو کسانو لپاره چې له تاسو پیروي کوي د ښیګڼې څه کولو اراده لرې؟

موږ هغه وخت نورو ته ارزښت اضافه کولای شو کله چې:

الف: په ریښتیني ډول نورو ته په ارزښت قایل وو.

ب: موږ نورو ته ارزښتمن وو

ج: موږ هغه څه درک کړای شو چې خلک څه ته ارزښت ورکوي او په اهمیت ورته قایل دي.

د: هغه څه وکړو چې خدای (ج) یې خوښوي.

نورو ته خدمت کولو ګټه یوازې دا نه ده چې نورو ته مو خیر رسیدلی بلکې دا هم دی چې:

مشران په دې ټوانیدلي چې نور څنګه د لاسته راوړنو په لوري رهبري کړي!

مشران په دې توانیدلي چې د رهبرۍ یو کادر رامنځته کړي.

مشران په دې توانیدلي چې په ټیم کې د خدمت کلتور رامنځته کړي!

مشران په دې توانیدلي چې رهبري له ښې انګیزې او باطني هڅونې سره په لار واچوي.