+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د قربانۍ نمونه اوسه

article-310.jpg

فبروري ۱۸مه:

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

د ټیم مشري یوازې د ټيم چلول نه بلکې هغوی دې ته تیارول چې د ټیم د ګټو لپاره قربانۍ ورکړي.

څومره چې هغوی لایق وي هومره د هغوی تشویق د قربانۍ په لوري سخت وي. ددې لپاره چې قرباني ورکړې، هغوی ته یې په ثبوت ورسوئ چې تاسو د ټیم لپاره:

الف: مالي قربانۍ ته تیار یاست!

ب:  تیار یاست چې فردي انکشاف لپاره هلې ځلې وکړئ

ج:  تیار یاست چې د ټیم نور غړي د بریا په موخه سمبال کړئ

د: تیار یاست چې سخت او پیچلي تصامیم ونیسی

یو ځلې چې ته پخپله قربانۍ ته تیار شولې، نو بیا ډاډمن اوسه چې اعتبار دې موندلی او له ټیم څخه چې د هر کار لپاره قرباني وغواړې له ورکولو یې ډډه نه کوي. 

 

کله چې په دې پوه شوې چې ټیم قربانۍ ورکولو ته تیار دی نو بیا یې په دې پوه کړه چې څنګه او څه ډول قرباني ورکړي.

کله یې چې قرباني ورکړه نو بیا ورڅخه مننه وکړه او ښه یې وستایئ!

د The 17 Indisputable Laws of Teamworkکتاب څخه!

یاره وایه: چې د خپل ټیم لپاره نن کومې قربانۍ ورکولو ته تیار یاستی؟!