+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د فبروری ۱۶مه:

article-308.jpg

ته په ډیرو نفوذ لرلی شی:

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

ډیر وختونه زموږ د نفوذ ساحه هغه که مثبته وي او یا هم  منفي تر هغو کسانو محدوده وي چې زموږ شاوخوا دي او یا هم موږ ته ډیر نږدې. خو په یاد ولرئ چې ستاسو د نفوذ ساحه له دې هم پراخه ده. 

 

که په کوم لوی مقام کې کار کوی نو پوه شئ چې ستاسو د نفوذ ساحه تر هغو خلکو هم رسیږي چې تاسو یې حتیٰ هیڅ نه پیژنی. د ورځنیو چارو په څو شیبو کې چې ته په کې له بانک څخه پیسې اخلې او یا هم په کومه ټکسي کې تر دفتره ځې کولای شی د بانک د چوکیدار، د ټکسي چلوونکي د ژوند شیبې ور خوندورې، له موسکا ډکې او یا هم تلپاتې خاطرې وګرځوې او یا هم برعکس! اوس نو انتخاب ستاسو دی چې کوم یو غوره کوې: مثبتې او له خوښیو ډکې خاطرې خلکو ته پریښودل او که ترخې او ...

له Becoming Person of Influence کتاب څخه!

 

نن هڅه وکړه چې یو چا ته خوږه خاطره پریږدې!