+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د فبروری 15مه:

article-307.jpg

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

رهبري ځواکمنتیا ده!

ستاسو د "مشر" د پیژندلو معیارونه کوم دي؟ د رابرټ ټاونسینډ (Robert Townsend) په باور، مشر په هر شکل، کچه، عمر، او وضعیت کې رامنځته کیدلای شي. 

 

ځینې یې کمزوري اداره چیان وي او ځینې نور یې هغومره وړ نه وي څومره چې ترې هیله کیږي.

دا چې زیاتره خلک په کړو، وړو او فعالیتونو کې معمولي دي، مشران هغه دي چې په تلپاتې ډول پخپلو کړو،وړو او فعالیتونو کې اوچت خویونه، لوړ کرکتر، فوق العاده ژمنتیا، غیرعادي نوښتونه وښيي. یو مشر له دې کبله اوچت نه دی چې هغه پخپله وړ او لایق شخص دی بلکې له دې کبله اوچت دی چې شاوخوا نور کسان یې لوړ ، مجهز او سمبال کړیدي.

بریا بې له ځایناستي د ماتې په مانا ده. د یوه کاریګر اصلي مسؤلیت دا دی چې خپل شاوخوا کسان ددې جوګه کړي ترڅو دده کارونه ترسره کړای شي.

له یوه مشر سره ژمنتیا هغه وخت ډیریږي کله چې پیرو په دې پوه شي چې مشر یې ورسره په کارونو کې مرسته کوي او دې ته یې هڅوي چې خپل ځان دده (مشر) مسؤلیت اخیستلو ته تیار کړي.

کلونه مخکې، زما په ټیم کې یوه کلیدي غړې Sheryl Fleisher وه. کله چې نوموړې زما ټیم ته راغله نو ما احساس کړله چې نوموړې د خلکو کس نه دی! مطلب دا چې د خلکو سره یې ناسته پاسته، راشه درشه او مفاهمه هغسې نه وه چې څنګه باید وای. بس له هماغې لومړی ورځې مې له دې سره کار کول پیل کړل ترڅو نوموړې ددې جوګه کړم چې له خلکو سره کار وکولای شي.

اوس باور وکړئ چې فلیشر کې غټ بدلون راغلی. ماته ځانګړې ژمنتیا لري او ددې ژمنتیا دلیل یې هم ښکاره دی!

 

ما چې په نوموړې کې کومه پانګه اچونه کړې وه پایله یې دا شوه چې نوموړې اوس د نورو په بدلولو او سمبالولو لګیا ده!

توصیه درته کوم چې له هغو کسانو سره چې ګردچاپیره درڅخه راتاو شویدي، مرسته وکړه او وی روزه ترڅو د تل لپاره درته ژمن پاتې شي.

له Developing the Leader Within You!

 

په خلکو کې پانګونه همدا نن پیل کړه ترڅو بل پړاو ته پخپله تیار شي!