+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه

article-206.jpg

د نړۍ تر ټولو غټه الوتکه:

د نړۍ تر ټولو غټه او اوږده الوتکه نوره نو ستاسو بار ته چمتو کیدونکې ده! دغه الوتکه یو څه له چورلکې، یو څه له سفري الوتکې څخه رامنځته شویده. دغه الوتکه کولای شي چې په هوایي فضا کې تر درې اونیو پاتې شي چې دا به پخپل ذات کې د بشري مرستو په رسولو کې ترټولو ستره او لویه ممده وسیله وي چې تر هر بل وخت به وکولای شي چې ډیرې خوراکې مرستې او د اړتیا وړ توکي د نړۍ له یوه کونجه تر بله انتقال کړي. 

 

دغه الوتکه ۹۱متره چې تقریباً ۳۰۰ فټه کیږي یوه هوایي بیړۍ هم له ځان سره لري. کیدای شي چې زیاتره د ورته بیړۍ په جوړیدو انتقاد وکړي ځکه چې دغه ډول لویې الوتکې د چاپیریال لپاره مضرې او کیدای شي ستر تاوانونه پیښ کړي خو ددغو ټولو تشویشونو ځواب نه دی! ځکه ددغې الوتکې یوه برخه به له هیلیم ګازه ډکیږي چې هغه پخپل ذات کې د چاپیریال لپاره مضر نه دی. دغه الوتکه دHybrid Air Vehicle Ltd لخوا جوړه شویده.

ددغې الوتکې سرعت به په ساعت کې ۱۰۰ میله وي.