+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

ګاندهي دلته نشته!!!

article-298.jpg

لیکوال: اختر بلوچ، له ډان ورځپاڼې څخه په مننې

ژ: روکیان

مهنداس کرمچند ګاندهي د اوسنۍ جنوبي آسیا په تاریخ کې

لوی نوم دی. له انګلستان څخه یې په حقوقو کې زدکړې ترسره کړیدي . 

سید عابد حسین د خپل کتاب ګاندی اور نهرو کا تصور زندګی په ۱۸مخ کې د ګاندهي له قوله لیکلي: "کله چې جنوبي افریقا ته ورسیدم نو د ژوند مقصد مې تر ډیره مادي و او ټوله توجه مې په خود غرضی وه. دلیل یې هم کیدای شوای دا و چې له یوې خوا ځوان وم او له بلې خوا تازه په تازه له انګلستانه راستون شوی وم. نو بس ټوله هڅه مې دا وه چې پیسې وګټم او په تول پوره یې وګټم." ، "هغه چا چې زه افریقې ته غوښتی وم ما ته یې وویل چې له ډربن څخه پریټوریا ته ورشم. پریټوریا پورې ډیره اوږده لاره وه—دومره لاره وه لکه چې سړی تر چارلس مونټ (Charles Mount) پورې ځي. د اورګاډي لپاره را سره لومړی درجه ټکټ و خو د اورګاډي دغه لومړي درجه چوکۍ د خوب لپاره تخت نه درلوده. د یو ښه کلاس ټکټ مې باید له پیټرماریټزبرګ څخه ترلاسه کړی وای. په لارې کې راڅخه وغوښتل شول چې ټکټ وښیم خو نه و را سره. هماغه و چې شاته ګاډی ته یې په زور ولیږدولم. ساړه یخ کرخ کړم."

"زما په ژوند کې بدلون له همدې ځایه پیل شو. هغې تنګې او تیارې کوټې ته یې چې زه وړی وم، له یوې خوا یخه او له بلې خوا په کې یو تور قزاق ناست و چې د تنګې کوټې ډار یې یو په دوه کړی و. همدلته مې پریکړه وکړه چې هندوستان ته ګرځم."

 

کله چې هندوستان ته راغی نو هندي جامې چې دهوتي یې بللې په تن کړې او له انګریزي لباس سره یې د تل لپاره خدای په اماني وکړه. د هندوستان له ازادي غوښتونکو سره یو ځای شو او د انګریز استعمار خلاف یې د بغاوت بیراغ اوچت کړ.

دا چې دده انقلاب په عدم تشدد ولاړ و نو ټولو مذهبونو ورته ښه راغلاست ورته ووایه.

پروفیسور محمد مسعود احمد د خپل کتاب تحریکِ ازادي هند السواد الاعظم په ۱۰۸مه پاڼه کې داسې لیکلي دي: "په ۱۹۲۰ز کې، په بریلې کې خلافت او کانګریس په ګډه یو اعلان خپور کړ چې په هغه کې یې ګاندهي ته هندوستان ته په راتګ سره ښه راغلاست ویلی و چې اصلي متن یې داسې و:' خدایه شکر چې زموږ مشر د ۱۹۲۰ز د اکټوبر په ۱۶مه بیرته خپل هیواد ته را ستنیږي. خدای دې وکړي چې زموږ ښه راغلاست د هغه له شان او حیثیت سره برابر وي."

"د انجمن اسلامیه غړو په خپله خبري اعلامیه کې چې د بریلی په پنجابي مجله کې خپره شوې وه له هغه څخه داسې ښه راغلاست کړی و:

چل فخر قوم حضرت ګاندهی کو دیک آیٌین

جوش و خروش کی آندهی کو دیک آیٌین

فیض کرم سی جن کی بریلی بن دلهن

اک اک ګلی هی رشک خیابان نسترن"

ګاندهي مسلمانانو او هندوانو کې د خپل عدم تشدد له کبله یو ډول درناوی خپل کړی و. د ګاندي د خدماتو له کبله د انګریزانو د وخت یو لوی باغ په کراچۍ کې د هغه په نوم شو. له ۱۹۳۴ز څخه مخکې یې دغه باغ د ویکټوریا باغ په نوم یادوه. دغه باغ په هغه ځای کې غځیدلی پروت و چیرې چې د لومړي ځل لپاره د جنوبي هندوستان کمپنۍ د لومړي ځل لپاره خپل اساسي کارونه  د یوې لومړنۍ کارخانې په شکل کې را پیل کړل.

کله چې په ۱۹۳۴ز کې ګاندهي له کراچۍ لیدنه درلودله نو په همدې باغ کې ورته په زرګونو کسانو ښه راغلاست ووایه. دغه ټول مراسم او د خلکو راټولیدل د کراچۍ د ښاروالۍ د اتحادیې لخوا ترتیب شوي وو. په همدغو خوش آمدید مراسمو کې اعلان وشو چې له دې وروسته به دغه باغ ته مهاتما ګاندهي باغ ویل کیږي.

ګاندهي په دې اړه هیڅ هم ونه ویل چې یا دې دغه ځای دده په نوم شي او یا نه!

د پاکستان له ازاداۍ وروسته، دغه ټول ځایونه او نومونه بدل شول. اوس مهال دلته نه د هندوستان او نه هم د انګریزانو د وخت کوم نوم تر سترګو کیږي. د نفرت او کرکې له کبله هر څه نوي نومونه خپل کړل.

نوموتی څیړونکی او تاریخپوه ډاکټر مبارک علي پخپل کتاب ګمشده تاریخ کې لیکي: "دا بس د فاتحینو عادت دی چې تل له فتحو وروسته په هرڅه د خپلې خوښې او خپل انتخاب مطابق نومونه ږدي. او څنګه یې چې خوښه وي هغسې یې غوره کوي. برتانویانو خو حتیٰ ددې هڅه هم وکړه چې د تاج محل نوم بدل کړي ځکه چې هغوی په دې باور وو چې ختیځوال ددې ډول ودانۍ د جوړولو او آبادولو وړتیا نه لري." په کراچی کې هم دده ولاړه مجسمه د تل لپاره له سیمې لرې شوه او ګاندهي د تل لپاره له دې سیمې تبعید شو.  د مشر ژورنالیست عبدالمجید چپرا د مالوماتو له مخې د کراچی د اوسني محکمې سرک چې مخکې یې ورته د شاهانو سرک وایه مخامخ د ګاندهي د برونزو مجسمه وه چې د هندوستان د سوداګرو اتحادیې لخوا رغول شوې وه. دغه مجسمه اوس نشته او ګاندهي او نوم یې د تل لپاره له دې ځایه رخصت شویدي.

 

کاشکې ګاندهي په هماغه ورځ چې په دغه باغ کې یې غونډه درلوده، ده له خلکو غوښتې وای چې په باغ دې هماغه پخوانی نوم پاتې شي او دده نوم دې پرې نه کیښودل کیږي ځکه دغه خلک ددې وړتیا نه لري چې خپل دښمن تحمل کړای شي.