+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

مینه هم عجیبه شی دی!!!

article-297.jpg

له انډیا ټوډې څخه په مننې

ژ: روکیان

د کلیفورنیا اوسیدونکې امریکایی اډریانا پیرل د امریکې ژوند پریښودلی او د هندوستان هریانا کې یې له یوه بزګر سره واده کړیدی. دغه ۴۱کلنې امریکایی خپل نوی میړه د فیسبوک له لارې موندلی دی، پرې مینه شویده او خپله ۲۵کلنې لور او

نورې کورنۍ ته یې د تل لپاره خدای په اماني ویلې ده. 

  

اډریانا وایي چې په کلیفورنیا کې یې په ټولنیزې رسنۍ فیسبوک له ډیرو خلکو سره اړیکې درلودلې چې باالاخره له موکیش کمار سره یې انډیوالي شوله. دې رسنیو ته ویلي چې نوي ملګري یې ورڅخه د واده غوښتنه وکړه او دې هم ومنله. دا وایي: "له موکیش سره له ژونده خوند اخلم. زه به یې په نړۍ کې هیڅکله—دغه ژوند—په بل څه ورنکړم." 

 

دا وایي چې که څه هم دغه پریکړه ورته سخته وه خو بیا یې هم زړه کړی او خپل کور یې پریښودلی دی. په نومبر کې موکیش او دې د هندو مذهب مطابق واده وکړ او د یو بل رسمي ښځه او خاوند شول. 

 

"د هندوستان هریانا کې د ژوند اسانتیاوې هومره نه دي لکه څومره چې په نورو ولایتونو کې دي." دواړه غواړي چې په راتلونکې اولادونه ولري. اډریانا د کور کارونه کوي. له غوا ګانو شیدې لویشي او د حیواناتو تپیاکې (سپیاکې) په دیوالونو تپي. ادریانا وایي چې له ټولو دغو شیانو خوند اخلم. نوموړې په مکمل ډول ځان له هندي رسم و رواج سره بلد کړیدی. پنجابي جامې اغوندي او د نورو هندي ښځو په څیر اخلی، پخلی او د کور لوښي مینځي.