+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

ایلواډ ایلمن (ایمان)—ټولنیزه متشبثه:

article-295.jpg

ایلواډ ایلمن (ایمان)—ټولنیزه متشبثه:

بي بي سي نړیوال سرویس

ژ: روکیان 

 

ایلواډ ایلمن (ایمان) په صومالیا کې زیږیدلې او هغه وخت کاناډا ته راوړل شوې چې درې کلنه وه او پلار یې په صومالیا کې وژل شوی و. کله چې ۱۹ کلنه شوله نو موګادیشو ته د ستنیدلو اراده یې وکړله. هغه مهال په صومالیا کې څلور داسې ولسوالۍ وې چې د حکومت په کنټرول کې وې. نوره ټولې سیمې د الشباب په لاس کې وې او په هغوی یې حاکمیت درلوده.

دې د خور صومالیا په نوم یوه اداره  د خپلې مور په مرسته رامنځته کړله. ددې ادارې هغو ښځو ته چې له جنسي تیریو یې تازه نجات موندلی و مشورې ورکول، کاري فرصتونه او نوره مربوطه سلامشورې ورکول وې. له هغوی سره یې د کارونو او دندو موندلو کې مرسته کوله. له ۱٫۶۰۰ ښځو سره یې مرسته کړیده چې خپل دوکانونه، سوداګرۍ،  او د خوراکونو واردات پیل کړي. ددې مرسته نه یوازې په ښځو پورې مربوطه وه بلکې له هغو جګړه مارو سره یې هم مرستې وکړې چې د خپل هیواد خلاف جنګیدل. ترڅو وکولای شي خپل ژوند له سره له یوه نوي پیل سره آغاز کړي.

ایمان وایي: "له ډیرو ستونزو سره مخامخ وم ځکه خلکو مې په خبرو ځکه باور نه کاوه چې زه یوه ځوانه او کم عمره مشره وم! ډیری وختونه داسې هم شویدي چې خلک مې له ناستو(جلسو) وتلې دي." نوموړې زیاتوي: "باور مو وشه چې د مرمیو څخه بدون هم ژوند شته. خلک ډیر متشبث ذهنونه لري خو که کار ورسره وشي."