+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

ماشوم متشبثین:

article-293.jpg

ماشوم متشبثین:

بي بي سي نړیوال سرویس

ژ: روکیان 

 

آیا ماشومان کولای شي چې بریالي متشبثین شي؟

که په دې فکر کوې چې ماشومان له کمپیوټري لوبو او تلویزیون لیدلو پرته بل کار نه لری نو غلط یې! له سره فکر وکړه!

ځینو خو د تشبث سفر له اته کلنۍ پیل کړیدی او اوس د سوداګرۍ د کاروان سرلاري دي.

له ما سره څلورو داسې ماشومانو خبرې کړي چې په وړکتوب کې یې کاروبار پیل کړیدی او اوس مهال خپله سوداګري پرمخ بیایي.

لیینا ارکر—د ویښتانو د پاملرنې ملکه:

لیینا ارکر خپل کاروبار په اته کلنۍ کې په نیویارک کې له خپل کوره پیل کړ. د ویښتانو د ساتنې او پاملرنې کورني تولیدات یې بازار ته وړاندې کړ. نن سبا یې کمپنۍ Leanna’s Inc. په کلني ډول د ۵۰۰٫۰۰۰ ډالرو پلور (فروشات) لري.

دا وایي چې خپل ویښته به یې د خپلې نیا د لارښوونې مطابق غوړول او ساتل. کله به چې ښوونځي او یا هم د باندې چیرې لاړم نو خلکو به را څخه پوښتل چې دا څه شی ته کاروې چې ويښته دې دومره ښه او ښکلي دي. په لومړیو کې دا پوښتنې کمې وې خو ورو،ورو دغه پوښتنې ډیرې شوې او ما یې هم حل په دې کې وباله چې خپل ټول دغه لارښوونې چې زه له خپلې نیا ترلاسه کوم، په یوه ډول سره منظمې کړم او بازار ته یې عرضه کړم.

"لومړۍ مې خپل توکي په مفت ډول هغو کسانو ته ورکول چې ما پیژندل. کله به چې هغوی زما محصولات وکارول نو بیا به ماته راستنیدل او ویل به یې چې یاره موږ سره خو دغه ۲۰ ډالره دي چې په دې به دغه ډول دوا څو بوتله وشي؟"

همدغه خبره وه چې زما یې پخپل کار کې دلچسپي زیاته کړه او خپل غیررسمي کاروبار مې په رسمي هغه بدل او وغځوه.

 دا وایي"د دوا جوړول مې د خپل کور په تلخونې کې پیل کړل. پخپله مې دوا جوړوله. خو اوس راسره ۸ کسان کار کوي. او غواړو چې په همدې کال کې خپله د کور تلخونه لاپسې پراخه کړو."

آرکر اوس ۱۸ کلنه ده او په پوهنتون کې سیاسي علوم وایي. دا وایي چې په لومړیو کې هر څه ناممکن ښکاري خو یو ځلې چې پیل پرې وشي بیا نو سړی ورسره عادي شي.