+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د ولسمشر د وینا هنر!

article-245.jpg

 

د وینا پیل:

د تیر په څیر نن چې کله ولسمشر د جرګې پرانیستې وینا پیل کړله نو د تیر په څير ډیر جالب پیل یې نه و؛ هغه لومړنۍ مهمې ثانیې چې له ۵ تر ۱۰ او بیا تر ۳۰ پورې باید د وینا دپیل پرمهال خورا جالبې وي، ولسمشر له پامه غورځولې وې.

د ولسمشر فزیکي وضعیت:

یو تکړه افغان قاموس لیکونکی او کدر بهیج عثماني د ولسمشر د فزیکي وضعیت په اړه په خپل یوه فیسبوکي پوسټ کې داسې لیکلي: "د هیواد مشر سترګې پړسیدلي دي، راته ښکاري چې کرۍ شپه یې خوب نه دی کړی، غږ یې هم یو څه ناست دی، ډیر ستړی او ستومانه مالومیږي." زه له ښاغلي بهیج سره موافق یم! همدغه فزیکي وضعیت کیدای شي ددې سبب شوی وي چې د ولسمشر د وینا په پیل اغیز وکړي. ګنې دده د وینا پیل هیڅکله دا ډول نه وي. د ولسمشر د وینا پیل خورا زړه راښکونکی او سړی جذبونکی وي!

ولسمشر څنګه خلک خپلې خوا ته متوجه کوي:

الف: ولسمشر په مستقیم ډول د مخاطب نوم اخلي! مخاطبین د ولسمشر په وینا کې ځانونه په مخامخ ډول شریک بولي او هر یو کس فکر کوي چې ولسمشر له ده سره مخامخ خبرې کوي.

ب: مخاطب کس ته ګوته سموي او د ځان په لوري یې توجه را جلبوي!

ج: لنډې، سیمه ایزې، د کلتور مطابق ټوکې کوي!

د: مخاطبین په درناوي یادوي.

ح: د خبرو کولو پرمهال ریفرینس (مرجع) ښيي او نوم یې اخلي لکه وایي: "دلته سپنتا صاحب شته، دی و."

خ: ولسمشر کلیدي مخاطبین پیژني او بل ښه والی یې دا دی چې په نومونو یې پیژني، د ولایت او قوم نوم یې ور مالوم وي!

د: ولسمشر پخپلو خبرو کې د خپل حکومت د نور ټیم په پرتله خورا زیات مالومات لري او هر کله چې خبره کوي د پیښې دقیق نوم، د مسؤلینو نوم اخلي!

د: دا چې ولسمشر سترګه رپیږي—که څه هم تداوي یې کړې—خو بیا هم سترګه ترې وهل کیږي چې خلک یې خوښوي او د ولسمشر په لوري د مخاطب د پام ګرځولو سبب کیږي! کله چې ولسمشر سترګک وهي، مخاطبین نه یوازې چې په وینا کې یې دلچسپي زیاتیږي بلکې ترڅنګ ناست یو بل کس ته هم وایي چې ولسمشر ته متوجه شي!

ر: ولسمشر د بدني حرکاتو څخه په ښه ډول ګټه پورته کوي؛ قوي جسچرز (بدني اشارې) لري!

ز: د ولسمشر د کالیو مجموعه چې قره قل، چپن، او توره ښاري کورتي ده د خلکو د جذب سبب ګرځي!

س: ولسمشر ته یې چې کله د وینا پرمهال مخاطب خبره کول غواړي نو خپل دریځ پریږدي او د مخاطب په لوري حرکت کوي؛ غوږ ته لاس نیسي ترڅو مخاطب ته مفاهمه کړي چې غواړي خبره یې په جدي ډول سره واوري او ورته اهمیت لري!

ص: ولسمشر په ساده ټکو او په عامیانه ډول خبرې کوي؛

ط: ولسمشر فصیح او روان غږیږي!

ولسمشر د وینا له کوم ترکیب څخه ګټه پورته کوي؟

ولسمشر د وینا پرمهال له ځان سره لنډ یادداښت لري؛ د وینا پرمهال ډیر مهم ټکي له دې یادداښت څخه را اخلي او نور پرې تفصیلي پخپله خبرې کوي.

په دې ډول وینا کې ښه خبره دا وي چې ولسمشر پخپلو حاضرینو کنټرول مومي او له بل پلوه یې وینا خسته کن نه تمامیږي. دریمه ګټه یې دا چې د نوټ له کبله له ولسمشر څخه د خبرو تسلسل نه وړاندې وروسته کیږي او په ترتیب سره په ټکو او موضوعاتو راځي! ولسمشر د سیمې د ډیرو هیوادونو له ولسمشرانو څخه په خبرو کې میدان وړی! د پرويز مشرف زیاتره ویناوې د کاغذ له مخې وې چې پخپل ذات کې څو ستونزې لري:

الف: د مخاطب پام خپلې خوا ته نشي جلبولی

ب: خسته کن وي او د مخاطبینو د ویدیدو او یا په بل څه کې د بوختیدو سبب ګرځي!

ج: ویناوال په مخاطبینو کنټرول نه لري

د: په پای کې د ویناوال خبرې په ذهنونو کې ځای نه نیسي!

د خبرو پرمهال په مهمو ټکو ټینګار!

د خبرو پرمهال په مهمو ټکو تأکید کوي لکه د نن وینا پرمهال یې یو ځای داسې وویل: "له امریکا سره مو په دې اړه تفصّیلي خبرې کړیدي."

په یو بل ځای کې یې وویل: "دا نو اوس ستاسو اختیّار دی چې څه ډول پریکړه کوئ؟" کله چې غواړي تأکید وکړي، خپل غږ ته تغیرورکوي، زور پرې راوړي او مخاطب ته یې ور مفاهمه کوي چې ټکي یې مهم دي!

ولسمشر هیڅکله یکنواخت نه غږیږي. د نن ورځې پیل یې خورا سوړ خو په تدریجي ډول سره ډیر جالب شو او د مخاطبینو د زړه راښکون سبب وګرځیده. هغوی یې بیخي پخپلو چوکیو کې په حرکت راوستل!

په وینا کې د ولسمشر د هڅونې هنر!

ولسمشر د خپلو خبرو پرمهال خورا هڅوونکی وي او د انګیزې ورکولو هنر یې خورا غښتلی دی. نن یې چې کله وینا کوله خلک یې دومره وهڅول چې ما ویل جرګه باید ددومره دلایلو برسیره هیڅکله دویمې او دریمې ورځې ته لاړه نشي او همدا نن باید پریکړه وشي! دی د خلکو د هڅولو په موخه هڅه کوي، قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي ترڅو په خبره یې له یوه عادي کلیواله نیولې تر د پوهنتون استاده ټول په یووخت کې پرې باور وکړي او وی مني! د جرګې همدې ننۍ غونډې ته یې زښت زیات دلایل وړاندې کړل چې ولې باید تړون لاسلیک شي چې دغه دلایل یې ددې بحث لپاره اړین نه دي!

د وینا پرمهال د ولسمشر کنټرول:

ښه او غوره ویناوال هغه دی چې د خپل مخاطب په وړاندې جبهه ګیري ونکړي. د نن ورځې په غونډه کې چې کله ولسمشر ته د مشرانو جرګې غړې بلقیس روشن د انتقاد په موخه چې حتیٰ هیڅ ځای یې نه و، پورته شوله ولسمشر یې خبرو ته لبیک ووایه؛ غوږ یې ورته ونیوه؛ له خبرو سره یې توافق وښوده او په دې ډول نوموړی په دې بریالی شو چې د غونډې فضا بیرته عادي حالت ته وګرځوي او د یوې درنې چاودنې مخه ونیسي. د بلقیس د وینا پرمهال زه دومره ډار شوی وم چې فکر مې کاوه ټول خلک به پاڅیږي او د ولسمشر او یا هم ددې تړون خلاف شعارونه به ورکوي. خو د ولسمشر د غښتلي کنټرول چې په خبرو او د حالاتو په زر درک کولو یې لري وضعیت یې بیرته نورمال کړ!

یو بل سړي د همدې نن ورځې په غونډه کې چې مطرح شي او د بلقیس په څیر تلویزوني څیره شي، نعره تکبیر او مرګ... شعارونه ورکړل چې پخپله ولسمشر ورسره بدرګه کړ! الله اکبر یې له خپل دریځه ورسره بدرګه کړ او بې ځوابه یې پرینښود. کله چې په مرګ په خاکفروشانو شعار ورکړ، ده له دریځه وویل: "ډیره الله!"

ولسمشر څنګه په وینا کې خلک توهینوي؟

ولسمشر یو ښه والی دا دی چې هیڅکله خپل سخت حریف ته په بدو الفاظو خطاب نه کوي؛ په درناوي یې یادوي. خو کله،کله د وینا پرمهال په ډیرو ساده، مزاحیه او عامو الفاظو سره خپل حریف دومره د خندا کوي چې د توپک د مرمۍ زور لري.

د بلقیس روشن په اړه یې نن د جرګې غړو ته وویل:"دغه خور تل له جرګو په همدې ډول وځي خو د نظر عزت یې باید وشي!" د ولسمشر له دې خبرې سره ډیرو خلکو وخندل!

د امریکا په اړه یې وویل: "د سولې او ټیکاو کیلي له دوی سره ده!"مطلب دا چې سوله دوی نه غواړي!

د وینا پای:

ولسمشر خپلې خبرې د پای په لوري دومره جالبوي چې مخاطبین یې مجبوريږي د ولسمشر لخوا د ورکړل شوې اجنډا په اړه باید تصمیم ونیسي او عملي ګام پورته کړي!

تکړه ویناوال هغه دی چې د خبرو په پای کې مخاطبین عملي

ګام پورته کولو ته راوبولي.

ولسمشر د وینا پرمهال خلک په خبرو کې دومره دخیلوي چې ترې تیښته او یا هم په کوم بل شي ځان بوختونه ترې په هیڅ ډول ممکنه نه ده!

info@rokyan.com/old