+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

هغسې یې ووایه چې مطلب دی دی او هغه مطلب افاده کوه چې وایې یې!

article-243.jpg

د نومبر۱۴مه

ل. جان سي مکسویل

ژ: روکیان

هغسې یې  ووایه چې مطلب دی دی او هغه مطلب افاده کوه چې وایې یې!

رهبري یوازې او یوازې په اعتبار جوړولو سره رامنځته کیږي. یو ځلې چا له وینسټن چرچیل څخه وپوښتل چې د یوه سیاستوال لپاره تر ټولو مهمه کومه وړتیا په ګوته کوي: "لومړی وړاندوینه کول چې سبا، راتلونکې اونۍ، میاشت او کال کې به څه ترسره کیږي او بیا وروسته خلکو ته په دې قناعت ورکول چې ولرې ترسره نشول."

چرچل د یوه سیاستوال په ځانګړتیاو او همدا ډول د شلمې پیړۍ په نزاکتونو له بل هر چا ښه پوهیده.

سیاستوال ډیر ځلې د فشارونو لاندې راځي؛ بیا نو د فشار لاندې ددې پر ځای چې خلکو ته د سبا په اړه خبرې وکړي، خلکو ته وايي چې غواړي له هغوی یې واوري خو په همدې خبره هغوی هم باور نلري. هغوی چې ماتیږي، هغوی منفي نوم ګټي!

که غواړې چې باور رامنځته کړې نو باید له خپلو وړتیاوو څخه پورته کارونه ترسره کړې. ته باید د اعتماد وړ او باثباته او پخپلې خبرې ولاړ سړی وې. که غواړې چې د اعتماد وړ او باثباته و اوسې نو باید خپلې خبرې هغسې وکړې څنګه دې چې مطلب وي او مطلب هغسې افاده کړې څنګه یې چې وایې!

که زما په دې نسخې باور وکړې نو پوه شه چې ته به تل د هغو کسانو د اعتماد وړ وې چې درسره کار کوي.

له The 360 Leaderکتاب څخه!

له هغو کسانو چې تا له نورو ډیر ښه پیژني وپوښته چې آیا ستا خبرې باثباته دي!