+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

دا یو کورنی سفر دی

article-242.jpg

د نومبر ۱۳مه

دا یو کورنی سفر دی

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

د ژوندانه د سفر په لومړیو کې مې چې کله له مارګریټ سره واده وکړ نو زما په زړه کې دا وه چې که هر ښکلي ځای ته تللم او یا هرې داسې غونډې ته تللم چې هغه په خپل شان کې خورا شانداره وي نو د ټولو مالي ستونزو برسیره به بیا هم مارګریټ له ځان سره بیایم!

زما ډیر خوښیږي چې په سوداګریزو سفرونو کې مارګریټ او یا هم د کورنۍ نور غړي له ځان سره مله کړم ځکه زه غواړم چې د سفر مزې په دوی هم وڅکم.

 زه هغه سفر چې د خپلې کورنۍ له غړو سره مې ترسره کړی وي هیڅکله له هغو سرونو سره نشم پرتلی کولای چې له هغوی څخه مې پرته ترسره کړی وي.

هیڅکله دا هڅه مه کوئ چې د خپلو اولادونو او د کورنۍ غړو د قربانۍ په قیمت بری ترلاسه کړئ.

د کورنۍ غړو په درلودلو او د هغوی په خوښ ساتلو سره تاسو کولای شی چې هغوی د خپلې بریا په موخه له ځان سره مرستندویه کړئ.

زما په خیال زما بری له یوې مخې د مارګریټ په سبب دی چې له ماسره یې واده وکړ.

موږ په هر کار کې د یو بل شریکان یو او زه یقیني یم که ما له دې سره واده نه وای کړی نو دومره بري به مې په نصیب نه وای شوي.

څو کاله مخکې زه په دې هم پوه شولم که چیرې ته څومره هم مخ په پورته لاړ شې خو چې تاسو ته ډ یر نږدې کسان درسره مینه او درناوی درته ونلري نو هیڅ یې!

زه غواړم چې د ژوند په پای کې مارګریټ، الیزبیټ او جویل پورټر دا ونه وایي چې زه یو ښه لیکوال، یو ښه اسقف او یا هم یو مشر وم بلکې ووایي چې زه یو ښه خاوند، او یو ښه پلار وم—همدې ته ریښتونې بریا ویل کیږي!

له Your Road Map for Success!کتاب څخه!

 

آیا هغه کسان چې تاسو ته ډیر نږدې دي له تاسو سره ډیره مینه لري او کنه؟