+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

نورو ته په ارزښت قایل شه

article-241.jpg

د نومبر ۱۲ مه

نورو ته په ارزښت قایل شه

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

الن زیمرمن د یوه بریالي مدافع وکیل، فردي پلورونکي (Personal Seller)  او د ویناوالو ملي انجمن د بنسټ ایښودونکي کویټ رابرټز کیسه کوي:

رابرټز یو سهار له خوبه راپاڅيده او د تازه هوا اخیستلو په موخه د خپلې خونې کړکۍ ته لاړ؛ له کړکۍ یې چې سر وویست نو یو ډنګر ماشوم یې ولیده چې کور په کور ګرځیده، دروازه یې ټکوله او په خلکو یې کتابونه پلورل.

رابرټ له خپلې کړکۍ را شاته شو او خپلې ښځې ته یې وویل: ته ګوره زه لاندې ځم او دغه ماشوم ته چې کتابونه خرڅوي د پلورلو مهارت ورښیم. آغلې رابرټ کړکۍ ته لاړه ترڅو خپل میړه وګوري چې څنګه ماشوم ته د پلورلو مهارت ورښيي.

رابرټ ماشوم ته دروازه پرانیستله او هغه ته یې وویل چي دی د کتابونو د اخیستلو لپاره وخت نلري ځکه دی یو بوخت سړی دی او او څو ساعته وروسته باید هوایي ډګر ته لاړ شي څو خپل پرواز ونیسي.

ځوان پلورونکی د رابرټز ددې خبرو تر اغیز لاندې رانغی. دغه اوږده، خړ ویښته لرونکي، او مالدار، په دروازې کې ولاړ سړي ته یې پورته ولیدل او هغه ته یې وویل: "ښاغلیه، لکه تاسو نوموتی کویټ رابرټز یاست؟"

 رابرټز ځوان پلورونکي ته وویل: "ځویه دننه راشه!"

رابرټز له دغه ماشوم څخه بلا ډ‌یر کتابونه واخیستل. داسې کتابونه یې هم ترې واخیستل چې ده به هیڅ لوستلي هم نه وي.

رابرټز ځکه دومره کتابونه واخیستل چې ماشوم ورته اهمیت ورکړ!

 

هر کله چې تاسو د کریزما په اړه خبرې کوی نو کریزما دا نه ده چې سړی ووایي: "اوهو زه دغه یم، ستاسو په مخ کې!"

بلکې دا ده چې ووایي: "او هو؛ دا خو تاسو راغلي یاست!"

له Winning with Peopleکتاب څخه!

 

آیا تاسو چې کله یوه تالار ته ننوځی او هورې خلک ګوری نو ځان ته اهمیت ورکوی او که هغوی ته؟